
هند د طالبانو عامې روغتیا وزارت ته شپږ امبولانسونه سپارلي دي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د هند حکومت دغه وزارت ته په عصري طبي وسایلو سمبال شپږ مجهز امبولانسونه سپارلي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه امبولانسونه به د بېړنیو ناروغانو د لېږد او د بېړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې مهم رول ولوبوي.



















