
ایران د افغانستان له لارې چین ته د نوي رېل پټلۍ د جوړولو ارزونه کوي
د ایران د رېل پټلۍ، یوه لوړپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري ویلي، چې تهران د افغانستان له لارې چین ته د نوي ټرانزیټي رېل پټلۍ د جوړولو امکانات ارزوي.

د ایران د رېل پټلۍ، یوه لوړپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري ویلي، چې تهران د افغانستان له لارې چین ته د نوي ټرانزیټي رېل پټلۍ د جوړولو امکانات ارزوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په نورستان کې د طالبانو د ډلهییزې استعفا له راپورونو وروسته ویلي، چې د طالبانو په نظام کې اداري فساد، تبعیض او قومي تعصب زیات شوی او دا ډله د وېرې او زور له لارې واک چلوي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د کانونو او صنعت خونې ویلي، چې په دې ولایت کې د غالیو او فرشونو د تولید شل فابریکې فعالیت کوي او د لوړ کیفیت لرونکو فرشونو او ماشيني غاليو له لارې د افغانستان نږدې نیمایي کورنی بازار تمویلوي.

اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو د تایوان خپلواکي په هېڅ بڼه نه مني او دا ټاپو د چین نه بېلېدونکې برخه ګڼي. دا د روسیې هغه دریځ چې د سیمې پر سیاسي توازن او نړیوالو اړیکو اغېز لرلی شي.

یوه نړۍوال څېړنیز بنسټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ له شپږو ناامنه هېوادونو څخه یو بللی دی. له افغانستان وروسته یمن، د کانګو ډېموکراتیک جمهوریت، سوډان، روسیه او اوکراین چې جګړې پهکې روانې دي، د نړۍ تر ټولو ناامنه هېوادونه ګڼل شوي دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې ښې او پراخې شوې دي، خو د بهرنیو چارو وزیر یې بیا وايي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو اختلاف لري.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ اړوند ایران پولې ته نږدې یې په استخباراتي عملیاتو کې څلور وسلهوال وژلي دي. پوځ دغه وژل شوي وسلهوال د ټيټيپي غړي بللي، په داسې حال کې چې د راپورونو پر بنسټ، ټيټيپي تر ډېره په پښتونخوا کې فعاله ده.

په میانمار کې د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ټاکنې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) پیلېږي. دا ټاکنې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې پوځ پنځه کاله مخکې ټاکل شوی حکومت له واکه ګوښه کړ او کورنۍ جګړه پیل شوه. اوس واکمنه پوځي شورا دا بهیر د ډېموکراسۍ پر لور د بیا ستنېدو هڅه بولي.

په پنجشېر کې ځايي طالبان وايي، په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د بېروج د نویو کانونو د استخراج چارې څه موده مخکې په ازمایښتي ډول پیل شوې وې او د بېروج نمونو له ترلاسه کېدو وروسته ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې یې په رسمي توګه د استخراج چارې پیل شي.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني ویلي، چې بغداد د امریکا او ایران ترمنځ د دوهاړخیزې لیدنې د تنظیم لپاره یوه «مهمه» هڅه روانه کړې، څو خبرې اترې بیا پيل شي. نوموړي زیاته کړې، چې امریکا هم په دې اړه خپله موافقه څرګنده کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ د کاناډا د هلیفاکس ښار ته د لنډ تمځای پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر مارک کارني سره ولیدل. دا لیدنه امریکا ته د هغه د سفر تر مخه ترسره شوې وه.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالو پروګرام خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه په شدت سره لوړه شوې او دمګړی څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان زیاتوي، په تېر کال کې دغه شمېر ۱۴ اعشاری ۸ میلیونه و.

له نن څخه پوره ۴۶ کاله مخکې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې سره پوځ د ټولو نړۍوالو موازینو پر خلاف او د وخت د کمونیستي حکومت په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ. سور پوځ په افغانستان کې له نږدې ۱۰ کلن حضور وروسته د افغان ولس د پراخ مقاومت په پایله کې له دغه هېواد څخه پښې سپکې کړې.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، اسراییل په دې تمه دی چې په ایران کې یوه پېښه رامنځته شي او بیا دوی مداخله وکړي. د نوموړي په باور، اسراییل په وار وار ویلي چې دغه ډول یوې موقع ته په تمه دي.

د طالبان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال سعید احمد شهیدخېل وايي، اسلامي شریعت د بشریت لپاره یو جامع او دایمي قانون دی. نوموړی زیاتوي، د اسلامي شریعت بدیل هېڅ قانون نهشي کېدلی.

سره له دې چې طالبان د نشهيي توکو پر ضد د قاطع مبارزې ادعا کوي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدابراهیم صدر، د دفاع وزارت دویم مرستیال عبدالقیوم ذاکر او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر د همدې پدیدې د مخنیوي په نوم هلمند ته سفر کړی.

د طالبانو د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق سکرتر مولوي نعمان د کابل د بتخاک په سیمه کې په خپل کور کې وژل شوی. د نعمان د مړینې دقیق لامل تر اوسه په رسمي ډول نهدی اعلان شوی، خو باخبره سرچینو ویلي چې د هغه مړینه ښايي «د ګاز ډبې د چاودنې له امله» رامنځته شوې وي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په زمبابوې کې د درې اړخیزو نړۍوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د یوې ویکټې په توپير د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې څخه ماتې وخوړه. د افغان ځوانانو او زمبابوې لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بېپایلې اعلان شوې وه.

طالبان وايي، د کابل په میر بچه کوټ ولسوالۍ کې د دوی د عامې روغتیا وزارت له لوري په څه باندې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د معیاري درملو د تولید لپاره صنعتي پارک جوړېږي. دغه ځمکه چې د کابل د اراضۍ ریاست اړوند وه، نن (شنبه د مرغومي ۶مه) عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

اوکرایني چارواکي وایي، پر کییف د روسیې د هوايي بریدونو له امله یو کس وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان دي. د رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له قوله راپور ورکړی، چې روسیې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۵۰۰ بېپیلوټه الوتکې او ۴۰ توغندي کارولي دي.