
د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې د شمولیت ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره شوه
طالبانو د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې د شمولیت لپاره له نوماندانو ازموینه واخیسته. په دې ازموینه کې څه باندې ۶ زره کسانو ګډون درلود، خو یوه نجلۍ هم پهکې نهوه. په داسې حال کې چې له طب پوهنځیو فارغې نجونې دغه پروګرام ته په تمه دي، خو د طالبانو له لوري د ګډون اجازه نهلري.



















