
ایراني چارواکی: اسراییل د حزبالله د بېوسلې کولو جرئت نهلري
د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال احمد واحدي وایي: «اسراییل په لبنان کې د حزبالله د بېوسلې کولو جرئت نهلري او پوهېږي چې که ځمکنۍ جګړه پیل کړي، نو بې له شکه به د حزبالله په ګټه تمامه شي.»



















