
طالبان وایي تېرکال یې په نهو ولایتونو کې ۲۳ تاریخي ابدې رغولې دي
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د تېر ۱۴۰۴کال په لړ کې یې په نهو ولایتونو کې ۲۳ تاریخي ابدې رغولې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه تاریخي ابدې په کندهار، بامیان، غزني، کونر، لغمان، پکتیا، پکتیکا، هلمند او کابل ولایتونو کې رغول شوې دي.



















