
ایران وايي د افغانستان د وضعیت په تړاو راتلونکې اونۍ سیمهییزه غونډه رابولي
د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نږدې ورځو کې به تهران د افغانستان د وضعیت او سیمهییزو تحولاتو په اړه د یوې مهمې ناستې کوربه وي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې دا ناسته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د کمولو په موخه پلان شوې ده.



















