
طالبانو په ننګرهار کې ۱۴۴ خصوصي روغتیايي مرکزونه تړلي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې یې په ننګرهار کې ۱۴۴ روغتیایي مرکزونه د روغتیايي اصولو د نه رعایتولو په جرم تړلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې یې په ننګرهار کې ۱۴۴ روغتیایي مرکزونه د روغتیايي اصولو د نه رعایتولو په جرم تړلي دي.

د تايلنډ صدراعظم انوتین چانویراتکول وايي، «واک بېرته ولس ته سپاري»، چې ښايي هدف یې د پارلمان انحلال او د ټاکنو لپاره د زمینې برابرولو پلان ته اشاره وي. چان ویراتکول په سپټمبر کې ویلي وو چې پلان لري پارلمان د جنورۍ تر پایه منحل کړي او ټولټاکنې د مارچ یا اپرېل په لومړیو کې وشي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره ټلیفوني خبرې وکړې او د کرملېن په وینا، هغه ته یې ډاډ ورکړ چې مسکو یې د بهرني فشار د زیاتېدو په شرایطو کې ملاتړ کوي. مادورو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر فشار لاندې دی چې واک پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغان راستنیدونکو ملاتړ لپاره له مایکرو فاینانس بانک سره د یو تړون لاسلیک کولو اعلان وکړ. یاد سازمان وایي چې د تړون له مخې راستنیدونکو کډوالو ته به د کوچنيو کاروبارونو د پیل کولو لپاره پورونه ورکړل شي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراجالحق ویلي چې د طالبانو د علماو له لوري هغه فتوا چې له مخې یې افغان خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي، د دواړو هېوادونو لپاره یو «مثبت او هیلهمنوونکی» پرمختګ دی.

په پنجشیر کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر وایي، چې د یادې ډلې د ملا مشر هبت الله د لارښوونې پر اساس په وروستیو دوو کلونو کې ۲۰ زره پنجشیري ځوانان د طالبانو د اردو، پولیسو او نورو ملکي بنسټونو کې شامل شوي دي.

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خورف وایي چې مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي. دغه روسي ډیپلومات زیاتوي، مسکو هیله لري چې پاکستان او طالبان به خپل اختلافات په ډیپلوماټیک ډول حل کړي.

اوکرایني ډرون الوتکو د پنجشنبې په ورځ په کسپین سمندر کې د روسیې د نفتو پر یوه مرکز برید کړی. برید په فیلانوفسکي نفتي ساحه کې د لوکولي کمپنۍ پر تاسیساتو شوی، چې په کسپین سمندر کې د روسیې تر ټولو لوی نفتي بلاک برخه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانانو حقونه «د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي» او د اندیښنې لپاره یې هېڅ دلیل شتون نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د طالب دیني علماوو پرونۍ پرېکړې په تایید ټینګار کړی، چې هېڅ افغان له افغانستان څخه بهر نظامي فعالیت نه شي ترسره کولای. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان ساتنه یوازې د دوی اړوند جنګیالیو دنده نه ده،بلکې د «اسلامي نظام» او هېواد ساتنه پر هر وګړي فرض ده.

د طالبانو د دیني عالمانو له ناستې وروسته، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې غونډې پرېکړهلیک لا تر اوسه اسلاماباد ته نه دی رسېدلی. د یاد وزارت ویاند وايي، چې دا ناسته مثبت ګام ګڼل کېدای شي، خو اسلاماباد د طالبانو له مشرتابه او ملا هبتالله څخه لیکلی تضمین غواړي.

ملي ډیوګراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې ایاز کوټ په نوم د یوه دولتي ښوونځي ودانۍ په بومونو الوځول شوې. محسن داوړ ویلي، یاد ښوونځی پاکستاني طالبانو په بومونو الوځولی، ځکه څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د یو طالب قوماندان کور ویجاړ کړی و.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا اعلان کړی چې په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان لپاره د مرکزي بیړني مرستندویه صندوق څخه د ۴۰میلیونو ډالرو څخه زیاته بودیجه ځانګړې شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او راستننېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو ۱۸ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څخه زرګونه افغان کډوال ستانه کړل شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی، په کابل کې د دیني عالمانو پرونۍ غونډې ته په اشارې سره وایي چې افغان دیني عالمانو ډیرې مهمې پرېکړې کړي چې د افغانستان او سیمې په اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت کې «ډیر مهم بدلون» بلل کیدای شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کندوز، هرات، بغلان او کابل کې یې د نشه يي توکو، د انتقال، چاقاق او خرڅلاو په تور ۳۱ کسان نیولي دي.

د ۲۰۰۷ کال اګسټ یوې پاکستانۍ چورلکې شاوخوا ۲۷بندیان دیره اسماعیل خان ته ولېږدول او وروسته واڼه ته وخوځېده، چې یو تن پکې خلیل حقاني و. حقاني تېر کال همدا ورځ په خپل وزارت کې د دا.عـ.ـش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر وواژه، خود پېښې مبهم اړخونه له یو کال تېرېدو وروسته لاهم روښانه نه دي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو نښتو له امله دوه میاشتې کېږي، چې د تورخم، غلام خان، خرلڅي او چمن څلور مهمې سوداګریزې لارې تړلې دي او له امله یې سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیانونه هم اوښتي دي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د څارګرې ادارې ایاېسای پخوانی مشر فیض حمید د سیاسي فعالیتونو او پټو دولتي اسنادو د قانون ماتولو په تور په ۱۴ کلونو بند محکوم شوی دی. هغه په پوځي محکمه کې محاکمه شوی او دغې لړۍ نږدې ۱۵میاشتې وخت ونیوه.

په میانمار کې د واکمنې پوځي ډلې هوايي برید په راخاین ایالت کې یو لوی دولتي روغتون په نښه کړی، چې له امله یې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰ ډېر ټپیان دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې ناروغان هم شامل دي.

امریکایي سناتور لېنډسي ګراهام ویلي، چې د مادورو د واکمنۍ پای ته رسېدو او له ظلم څخه د وېنزویلا د خلکو د خلاصون وخت رارسېدلی دی. هغه زیاته کړه، چې وېنزویلا له اوږدې مودې راهیسې د یوه «ډیکټاتور حکومت» په څېر د امریکا په زیان کار کړی دی.