
زېلېنسکي: اوکراین د امنیتي تضمینونو په برخه کې «هر څه» ته اړتیا لري
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ په حضور کې په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هېواد یې د امنیتي تضمینونو په برخه کې «هر څه» ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ په حضور کې په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هېواد یې د امنیتي تضمینونو په برخه کې «هر څه» ته اړتیا لري.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي نننۍ لیدنه د ملګرتیا په فضا کې پیل شوه او زېلېنسکي د خپلې مېرمنې لیک ټرمپ ته ورکړ، ترڅو یې خپلې مېرمنې میلانیا ټرمپ ته ورسوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال د پوره کېدو په درشل کې یو ځل بیا له افغان ولسه د خپل ملاتړ له څرګندولو سربېره د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د حقونو نقضول غېر عادلانه او د نه منلو وړ وبلل.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ په حضور کې وویل: «موږ د درې اړخیزې همکارۍ لپاره چمتو یو.» هغه زیاته کړه: «باید جګړه ودروو» او «د ټرمپ له هڅو منندوی یم.»

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې واشنګټن کولای شي د اوکراین جګړې په تړاو له اوربند پرته هم د سولې خبرې پر مخ یوسي.

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ، چې له زېلېنسکي سره له لیدنې وروسته به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکه ونیسي او کېدای شي درې واړه مشران ګډه ناسته ترسره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي: «په امنیتي برخه کې به ډېرې مرستې وشي.» هغه زیاته کړه: «له روسیې او اوکراین سره به همکاري وکړو.»

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي او ځينو نورو مسوولینو په پریان ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) په یوې غونډه د طالبانو اوسنی نظام بشپړ اسلامي نظام وباله او د علماو شورا رييس یې د امرینو پر اطاعت له ټينګار سربېره وویل: «د اسلامي نظام مخالفت کوونکي په ټولنه کې عزت نه لري.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په بلنه سپينې ماڼۍ ته ورسېد. هغه چې د جګړې له پیل راهیسې په ډېرو ناستو کې په نظامي جامو کې لیدل شوی، دا ځل د پخوانیو لیدونو برعکس په رسمي کالیو کې په یوه مهمه نړۍواله ناسته کې کډون کوي.

القاعده شبکې ته نېږدې طالب چارواکی مولوي سعدالله بلوچ په انډونیزیا کې د دغې ډلې د سرپرست سفیر په توګه دنده پیل کړه.

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې له لارې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په ښځینه پولیسو کې د ځايي خلکو د نجونو له ګومارنې سره مخالفت ښودلی او دا یې «شرمناک» عمل ګڼلی. دې ډلې خبرداری ورکړی، چې په دې اړه به غلي پاتې نه شي.

یوې مصري رسمي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د فلسطین وسله والې ډلې له اسراییل سره د دوه میاشتني اوربند وړاندیز منلی دی. په دې طرحه کې د هغو اسیرانو نیمایي بېرته ستنول شامل دي چې یادې ډلې په غزه کې نیولي او په بدل کې به یې اسراییل فلسطیني بندیان خوشي کوي.

د طالبانو ځايي مسوولین وايي چې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند ښکار کلا سیمه کې د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه. د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه د یوه تن هېوادوال له خوا د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده.

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خیل وايي، پاکستان د طالبانو، ځانګړو جهادي افرادو او ځانګړو کړیو یو داسې حکومت جوړولو هڅه کوي، چې د اسلام اباد په خوښه وي. نوموړی وايي، اسلام اباد د سقوط پرمهال هم دا هڅه کوله، خو چټکو بدلونونو یې مخه ونیوله.

د ایران د قم د بهرنيو مهاجرینو د چارو عمومي مدير علياکبر زارعي اعلان وکړ چې حجاب نه رعایتوونکي بهرني اتباع، په ځانګړې توګه افغانان به له خپلو کورنيو سره یوځای له ایران نه وشړل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځو ټولنې د پېښور له سترې محکمې او د دغه ایالت د پولیسو مشر نه د نرښځو د وژنو، تښتونو او د کورنیو د ګواښلو پر ضد د بېړني اقدام غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که لاس په کارنه شي، دغه ګواښونه نور هم ډېریږي.

د پخوانۍ افغان ملي اردو جنرال سمیع سادات د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۶ مې کلیزې په مناسبت ویلي چې هېواد لا هم له حقیقي ازادۍ بې برخې دی او یوازینۍ لار یې د یو مقتدر پوځ په مټ د ازادۍ ساتنه ده.

واک ته د طالبانو د دویم ځلي رسېدا څلور کاله پوره شول، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره ددې ډلې داخلي تضادونه ورځ تر بلې روښانه کېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د حقاني شبکې جنګیالي له مختلفو لارو کابل ته ننوتل او د وزارتونو، سیاسي استازځایونو، سیاسي شخصیتونو او مهمو مراکزو امنیت یې پرغاړه واخېست.

سراج الدین حقاني د خپلې ظاهري څېرې تر شا د پټو او ځنځیري اړیکو ګڼ مخونه لري.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د هلمند په مرکز لشکرګاه کې ددغه ولایت د مخکیني حکومت د عامې روغتیا پخواني رییس مولاداد توبه ګار پر کور چاپه وهلې او د هغه شخصي مرمۍ ضد موټر یې د کرینګ په واسطه انتقال کړی. د موټر له سندونو هم څرګندیزي چې یاد موټر شخصي پېرل شوی.