
فایق: په دې حساس پړاو کې د ډیورنډ مسلې راپورته کول د عامه افکارو اړولو هڅه ده
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق د ډیورنډ په اړه د محمد محقق وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، په دې حساس پړاو کې په قصدي یا غیرقصدي ډول د ډیورنډ مسلې راپورته کول د افغانستان له اصلي او ژورو ناورینونو د عامه افکارو اړولو هڅه ده.



















