
طالبان وايي په سمنګان کې یې د عملیاتو پرمهال ناقانونه وسلې او مهمات نیولي
د افغانستان په شمال کې د طالبانو ۲۰۹ الفتح قول اردو وايي، چې د سمنګان ولایت په رود اب ولسوالۍ کې یې یو لړ ناقانونه وسلې او مهمات نیولي. په نیول شويو وسلو کې ۴ کلاشنکوفونه، ۱۲ صندوقه د راکټ سرګلولې،د هاوان، راکټ او پیکا مرمۍ شاملې دي .


















