
باجوړ د جګړو په لړ کې؛ لاهم د «ټيټيپي» خلاف د پاکستاني پوځیانو عملیات روان دي
د خېبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې له ۴۸ ساعته ګرځبندیز وروسته د چهارشنبې په ورځ دغه بندیز پای ته ورسېد او په ډېرو سیمو کې بېرته عادي ژوند پیل شوی؛ خو په یو شمېر سیمو کې لا هم عملیات روان دي او ملکي وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.



















