
د طالبانو روغتیا وزیر د جاپان له نوي سفیر سره د روغتیایي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د جاپان له نوي سفیر کنیچي ماساموتو سره په لیدنه کې د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. ښاغلي جلالي په دغه ناسته کې د غیرساري ناروغیو په مخنیوي، تشخیص، درملنه او ځینو نورو تخصصي برخو کې د ظرفیت لوړونې او همکارۍ غوښتنه کړې.



















