
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۱۰زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۹۷۸ کورنۍ چې ټولټال ۱۰زره او ۶۳۷ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.



















