
دوو افغانانو د ووشو په اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو او برنزو مډالونه وګټل
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي، چې د چین په کوربه توب د ووشو په اسیايي سیالو کې افغان ووشو کارانو یو د سپنو زرو او یو د برنزو مډال وګټل.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي، چې د چین په کوربه توب د ووشو په اسیايي سیالو کې افغان ووشو کارانو یو د سپنو زرو او یو د برنزو مډال وګټل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې سږ کال د امنیتي اندېښنو له امله له پاکستان نه ایران او عراق ته د اربعین یا د حسین بن علي د څلویښتي زیارت کوونکو ته د ځمکې له لارې د سفر کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د پاکستان په پلازمېنه او سند ایالت کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۳۹ نور ټپيان شوي دي. د ځايي پولیسو په وینا، دغه پېښې د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او د یوې پېښې موټر چلوونکی په تېښته بریالی شوی او د نیونې په موخه یې هڅې روانې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د تېرا پېښې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې دا جګړه « زموږ د ملت او زموږ د پښتون وطن په وړاندې په خورا مهارت او چالاکۍ سره روانه ده». منظور پشتین وايي، چې د تېرا په میدان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې ۵ پښتانه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د کانګو جمهوریت چارواکو ویلي، چې د یادې ډلې له ملاتړه برخمنو یاغیانو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ د کانګو د شمال ختیځې برخې پر یوه کلیسا برېد کړی او ۳۸ کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو په یوه انلاین سروې کې له ۵۲سلنه ډېرو ګډونوالو ویلي چې بې کاره دي، خو ۳۶سلنه نور وايي، کار لري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د خپل کلني راپور په ترڅ کې ویلي چې د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخو کې یې له نړۍوالو سرچینو د ۴۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر مهمې پروژې ترلاسه کړې دي.

په جرمني کې د څلورو افغان کډوالو د کلیسايي پناه قضیې د برلین او هامبورګ ښارونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته کړې دي. دغه افغانان د دوبلین قانون له مخې باید سویډن ته انتقال شوي وای، خو د کلیسايي پناه له امله دغه مهلت پای ته رسېدلی او اوس د دوی د پناه غوښتنې مسوولیت د جرمني غاړې ته لوېدلی.

د پاکستان طالبانو غورځنګ له خپلو وسله والو جنګیالیو غوښتي، چې تر امرثاني پورې په خیبر کې له اپریدي قوم څخه عشر وانخلي. ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د اپریدي قوم له غوښتنې وروسته شوې ده. یاده ډله د پاکستان په مختلفو سیمو کې له خلکو عشر او چندې ټولوي.

د طالبانو ټرانسپورټ او هوايي، چلند وزارت ویلي، چې شیرخان بندر د افغانستان او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ مرکز، سوداګریزو فرصتونو، اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال لپاره اقتصادې دروازه ده او د بندر په ترمینل کې د ترانزیټ لپاره ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار ویلي، اسلام اباد تازه له طالبانو داسې ډاډ ترلاسه کړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارېږي. ډار داموضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه اندېښنه بللې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د چین له ځانګړي استازي وشیایو یونګ سره د خپلې لیدنې خبر ورکړ. صادق ویلي، چې په دې ليدنه کې یې د سيمه ييزو پرمختګونو او د بېړنیو امنيتي اندېښنو په تېره بيا د افغانستان په اړه، نظرونه تبادله کړل.

په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبیک عثمانوف د طالبانو د برېښنا شرکت له رييس سره په کتنه کې له افغانستان سره د برېښنا په ګډون په ګڼو اقتصادي برخو کې د اړیکو له پیاوړتیا خوښي وښوده او د همکاریو د دوام او پیاوړتیا ډاډ یې ورکړی.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر سره په لېدنه کې ویلي، چې په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو حضور د ایران د کار بازار بې ثباته کړی دی.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو شمیر نارینه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ طالبانو د نارینه نرسانو د ګومارنې په موخه ازموینه اخیستې ده خو په دې ازموینه کې یوه پوښتنه ددیني مسایلو وه، چې پکې لیکل شوي، « د غسل فرضونه څو دي؟».

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ډيورند فرضي کرښې له لارې د ۲۴۰۰ پسونو د قاچاق مخنیوی شوی دی. د طالب مسوولینو په وینا، قاچاق کوونکو غوښتل دغه پسونه پاکستان ته واړوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار په تالاني سیمه کې یې د تېر نظام د یوه چارواکي پر کور عملیاتو کې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه کړې دي. دغه وزارت د تېر نظام د دغه چارواکي د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو وايي، د وسلو په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د دولتي پوهنتونو له رییسانو سره د انلاین ناستې پر مهال ویلي، چې په پوهتونونو کې دې د امر بالمعروف قانون پلی شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي محمد نبي له ایران نه هېواد ته له را ستنو شویو افغانانو سره چې دمګړۍ د کابل د کډوالو په پنډغالي کې مېشت دي، د یو میلیون افغانیو نغدي مرسته وکړه. نوموړي ویلي، چې دغه وضعیت ښه درک کوي ځکه دا حالت پرې د مهاجرت پر مهال تېر شوی دی.

فرید: قاري صاحب سلام علیکم!

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو پر لړۍ اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې د کډوالو اېستلو بهیر دې په تدریج او درناوي ترسره شي.