
د ایران په خراسان رضوي کې افغان زدهکوونکو ته ښوونځیو کې د نوملیکنې اسانتیا برابره شوې
د ایران د خراسان رضوي ولایت د پوهنې ریاست خبر ورکړی، چې ښوونځیو کې یې د افغان کډوالو زدهکوونکو د نوملیکنې ستونزه اواره کړې ده. ویل شوي د نوې تګلارې له مخې؛ هغه زدهکوونکي چې د سرشمېرنې پاڼه ولري یا یې پخوا ایران کې زدهکړې کړې وي، ښوونځیو کې نوملیکنه کولای شي.



















