
طالبان: په څو ولایتونو کې مو ۱۰۶ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې یې ۱۰۶ کسان د غلا، اخلاقي فساد او نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې یې ۱۰۶ کسان د غلا، اخلاقي فساد او نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

د بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې ځایي سوداګرو او خلکو نن یو وار بیا د چمن-سپین بولدک لارو تړل پاتې کېدو او د سوداګرۍ بندېدو پرضد پرلت پیل کړ. د پرلت وياند صادق خان اڅکزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دغه پرلت د روژې میاشتې له امله ځنډول شوی و؛ خو نن یو ځل بیا پیل شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي تاجالدین اویوواله ویلي، چې تېره اونۍ یې پر ډیورنډ کرښه د شخړو له امله د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې پر بېځایه شویو کورنیو بېړنۍ مرستې او روغتیايي کڅوړې وېشلې دي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د ترکیبي رزمي لوبو لوبغاړی عبدالکریم بدخشي د یوې مهمې لوبې لپاره د هسپانیا د فابیان سېنټس سره د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه نن شپه (د وري ۸مه) د هسپانیا په بادالونا کې د WOW FC سازمان د سیالیو د ۲۸م پړاو د یوې برخې په توګه ترسره شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې په کابل کې ۳زره او ۵۰۰ نشهیي ټابلیټونه او په نیمروز کې ۳۵ کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ضبط کړي او د دواړو پېښو په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، روسیې تېره شپه پر اوډیسا ښار پراخ بریدونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او تر لسو ډېر ټپیان دي. نوموړي ویلي، د ملکيانو پر وړاندې دغه ډول کړنه «ترهګرۍ» ته ورته ده.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وایي، چې له وېزې او روډپاس پرته دغه ولایت ته د ایران د ترانزيټي موټرو داخلېدو لړۍ پیل شوه. د هغه په وینا؛ ایراني ترانزيټي وسایل کولای شي له ویزې پرته د اسلامکلا بندر په ټاکل شوي ځای کې خپل توکي تخلیه کړي.

د ننګرهار ولایت په سړو سیمو کې نوی ښوونیزکال داسې مهال پیل شو، چې طالبانو د څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې دي. په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو لېسه کې د ښوونځي زنګ کړنګېدو سره نوی ښوونیز کال پیل شو.

د ازبکستان ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې د ازبکستان-طالبانو سوداګریزه شورا د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې جوړه شوه. د راپورونو له مخې؛ دغه شورا د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د صنعتي همکارۍ او سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره پراخ فرصتونه برابروي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په افغانستان کې د ځینو وسلهواله ډلو حضور حقیقت لري او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او طالبانو همکاري اړینه ده.

په بلوچستان کې د سختو ورښتونو او تندر پرېوتو له امله د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي. د بلوچستان د ناورينونو مدیریت ادارې ويلي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د دغه ایالت په ۲۷ ولسوالیو کې سخت ورښتونه دوام لري چې له امله یې دغه والسوالۍ سختې اغېزمنې شوې دي.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند لهخوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو. سهیل اپریدي ویلي، دغه کمپاین به وروسته د پاکستان نورو برخو ته هم وغځول شي.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د بېاسناده افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو عملیات په چټکۍ سره دوام لري، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ښار کې ۲۸ افغانان نیول شوي دي. د ۲۰۲۵کال له اګست میاشتې راهیسې بیا ۵زره او ۶۷۳ بېاسناده افغانان له راولپنډۍ اېستل شوي دي.

په تېره یوه اونۍ کې په چمن کې د افغان کډوالو ۱۲۴ هټۍ، مارکېټونه او پمپونه تړل شوي دي. د چمن مرستیال کمېشنر عزیز الله کاکړ په خپل خپور شوي بیان کې ويلي، چې افغان کډوال دې ژر تر ژره له چمن نه ووځي؛ که نه د دوی پر ضد به د نیولو سخت عملیات پیل کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد خبر ورکړی، چې د تېر ۲۰۲۵کال په لړ کې یې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د څه باندې ۱۸ مېلیون ډالرو په ارزښت وطني غالۍ او ټغرونه صادر کړي دي. د هغه په وینا؛ د دغه غالیو او ټغرونو وزن شاوخوا ۳زره او ۸۱۸ ټنه وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او یوشمېر نورو نړۍوالو بشري بنسټونو د راپورونو له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسراییل وروستي هوایي بریدونو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او اېستلو بېسارې څپې رامنځته کړې، چې ورسره د لسګونه زره افغانانو ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ شوی.

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وایي، په نړۍوالو او سیمهییزو ډیپلوماټیکو کړیو کې اوس دا منل شوې چې د طالبانو حکومت د کورني، سیمهییز او نړۍوال ملاتړ له پای ته رسېدو وروسته د «پرځېدو» په حال کې دی.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې دغه ادارې د تېر ۱۴۰۴ لمريز کال په لړ کې د افغانستان په کچه د څه باندې ۱.۷ مېليارده افغانیو په ارزښت مرستې وېشلې دي.

د المپیک نړۍوالې کمېټې غړې سمیرا اصغري په یوه پروګرام کې اعلان وکړ، چې پنځه افغان ښځینه ورزشکارانې به د «ایاوسي» په ملاتړ د ۲۰۲۸کال د لاس انجلس المپیک سیالیو کې برخه واخلي.

په برېتانیا کې د اوږدمهاله زغم مرکز د یوې نوې څېړنې موندنې ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا نهیوازې د انسانانو لارښوونې له پامه غورځوي، بلکې کاروونکي او ان نور د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه هم غولوي. د دې څېړنې لهمخې، هغه ماډلونه چې دروغ وايي، ټګي کوي او دوکه ورکوي ورځ تر بلې زیاتېږي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان لهخوا د افغانستان په خاوره کې دننه څو کیلو متره وړاندې د اغزن تار لګولو راپورونو ته په غبرګون ویلي، چې طالبان حقایق نهشي پټولی.