
ملګري ملتونه: افغان کډوال له ګواښ سره مخ دي او جبري شړل باید سمدستي ودرېږي
ملګري ملتونه وايي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري شړل چټک شوي، چې پکې ماشومان، پناهغوښتونکي او له ګواښ څخه تښتېدلي کسان هم شامل دي؛ خو افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره خوندي نه دی.



















