
د اوربند له هوکړې مخکې حماس د یو بل اسراییلي بندي مړی هم سره صلیب ته وسپاره
حماس ویلي، له اسراییل سره یې د اوربند له هوکړې مخکې د یو بل اسراییلي بندي مړی د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته سپارلی دی.

حماس ویلي، له اسراییل سره یې د اوربند له هوکړې مخکې د یو بل اسراییلي بندي مړی د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته سپارلی دی.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د افغانستان د شمال زلزلهځپلو لپاره یې خپله لومړنۍ مرسته لېږلې ده. دغه سفارت د سېشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې مرستو کې درمل او خیمې شاملې دي.

د هند په چتیسکر ایالت کې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د یوه مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډو د ټکر له امله لږترلږه اته کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د اسراییل حکومت تمه لري، چې راتلونکې میاشت د ۲۰۲۶ کال د بودیجې په تړاو رایه اچونه وکړي، خو د دې بودیجې تصویب له لویو سیاسي ننګونو سره مخ دی چې ښایي د وخت مخکې ټاکنو د ترسره کېدو لامل شي.

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي رییس ویلي، چې د نوې طرحې له مخې د ټول هېواد په کچه نږدې ۴۰ زره طالبان په مدیریتي زده کړو بوخت دي. نوموړي په تخار کې د ادارې او مدیریت زده کړو څخه د ۵۸۰ طالبانو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې ددې ډلې مشر د یادې طرحې تود هرکلی کړی.

د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شاینباوم د سې شنبې په ورځ وویل چې په مکسیکو کې د امریکا یو اړخیز پوځي اقدام «هیڅکله نهشي کېدای». شاینباوم وویل، « دا به ونهشي. موږ ته داسې راپورونه نهدي رسېدلي او له دې سره موږ هېڅ موافق نهیو».

د طالبانو د بلخ ولایت چارواکي وايي، د ازبکستان د سرخان دریا والي اولغ بېک قاسموف د دې ډلې د بلخ والي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د ټولو تازه مېوو پېرلو یا نورو هېوادونو ته استولو ته چمتو دي.

د افغانې خبریالې فاطمه همنوا نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته پولیسو د اسلام اباد له «بي – ۱۷» ښارګوټي څخه نوموړې له خپلو دوو کوچنیو اولادونو سره یو ځای نیولې ده.

د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې، د کامرون امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ۴۸ ملکي کسان وژلي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ غواړي هغو افغانانو ته چې د جرمني د دولتي پروګرام له لارې د خونديتوب له حق نه لاس اخلي، د پیسو او توکو په بڼه مرسته ورکړي. د دغه اقدام هدف دا دی چې اسلام اباد میشتي افغانان برلین ته د تګ له غوښتې تېر شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي، چې د وروستۍ زلزلې له امله پرې شوې وو، د تخنیکي کارکوونکو په هڅو بېرته نښلول شوي دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر احمد قربانوف وايي، چې عشق اباد په افغانستان کې د اوږدمهاله بشري او ټولنیزو مرستو پروژې په دوامداره توګه عملي کوي. نوموړي له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی.

د هند حکومت د دوشنبې ورځې تر مرګونې زلزلې وروسته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو د زیاتوالي هڅې پیاوړې کړې او ځان یې د سیمهییزو ناورینونو د «لومړني ځواب ویونکي» په توګه معرفي کړی. دا ګام د چین له هڅو سره د مقابلې لپاره اخیستل شوی چې غواړي د لوېدیځ تشه ډکه کړي.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستیال او په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې کلیدي ملاتړی ډیک چيني د دوشنبې په ورځ د سینه بغل او د زړه او رګونو ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د هغه کورنۍ دا خبر د سېشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړی دی.

ناڅرګندو وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده کې د جمعیت علمای اسلام مخکښ مشر مولوي عبدالسلام په ډزو وژلی دی. پولیس وايي، بریدګرو، چې پر موټر سايکل سپاره وو، پر مولوي عبدالسلام ډزې وکړې او وروسته د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د هرات ولایت محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو دفترونو او یو شمېر کورنيو او نړیوالو خیریه بنسټونو د سېشنبې له ورځې په اسلامکلا سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه ځنډولي. ددې چارې لامل د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو نوي بندیزونه ښودل کیږي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې یوه خصوصي شرکت روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل کړی.یاد شرکت اعلان کړی، چې سږ کال پلان لري ټولټال زر متریک ټنه مڼې او انار روسیې ته صادر کړي.

روسیې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د پوکروفسک ښار شاوخوا پر اوکرایني پوځیانو د محاصرې کړۍ نوره هم را تنګه کړې ده. دغه ښار د ترانسپورټ او لوژستیک مهم مرکز دی چې روسي ځواکونه یې له یو کال راهیسې د نیولو هڅه کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې«لویان»د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د تاجکستان لوبډله د ۵ پر وړاندې په ۹ ګولونو ماته کړه.

د ترکیې د چاناک کلا ښار امنیتي ځواکونو ویلي چې لږ تر لږه ۴۲ افغان پناهغوښتونکي، چې ۱۷ ماشومان هم پکې شامل دي، د ایواجیک په ساحلي سیمه کې له یوې کښتۍ نیول شوي دي. د ترکیې پولیسو یاد افغانان د اخراج لپاره اړونده مرکز ته انتقال کړي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، چې د دغه ولايت د حصه اول ولسوالۍ له کان څخه تازه کېندل شوي ۳زره ۹۴۱ قيراطه زمرد د ۶مېلیونه او ۲۵۸زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.