
طالبانو له بهر څخه د مالګې پر وارداتو بندیز لګولی
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې افغانستان خپله اړتیا وړ مالګه په کوردننه چمتو کوي او له بهره یې د مالګې پر وارداتو بندیز لګولی. دمګړۍ د تخار، سمنګان، بلخ، فاریاب، غور، هرات، پروان، پکتیا، غزني او کندهار د مالګې له ۱۲ کانونو څخه هرکال۳۴۴ زره ټنه مالګه استخراجیږي



















