
یوسف وفا د شمال زون د امنیت د ټینګښت لپاره زر کسیزه ځانګړې قطعه جوړه کړه
په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د شمال زون د امنیت لپاره زر کسیزه قطعه جوړه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د یادې قطعې طالب جنګیالي په درنو او سپکو وسلو سمبال دي.

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د شمال زون د امنیت لپاره زر کسیزه قطعه جوړه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د یادې قطعې طالب جنګیالي په درنو او سپکو وسلو سمبال دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان تر هغه وروسته چې څو ورځې وړاندې یې د یو ورځنیو لوبو د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې لومړی ځای خپل کړ، اوس د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه درجهبندۍ کې د شل اوریزو لوبو د غوره توپاچوونکي په توګه هم لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د طالبانو د مشر له فرمان څخه په سرغړونې سږکال په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي. کروندګر وايي، دوی د مجبوریت او لوږې له امله د هبتالله فرمان نهمني. یو شمېر کروندګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په خبرو کې ویلي، چې طالب مشرانو د تریاکو د کر اجازه ورکړې ده.

د فبرورۍ پر۲۶مه شپه د ننګرهار د تورخم اوسېدونکي ۶۵ کلن بختیار ژوند هله ناڅاپه بدل شو، چې تورخم ته نږدې سرحدي بریدونه او د عمري کمپ پر شاوخوا راکټي مرمۍ او ډزې پیل شوې. هغه په نیمه شپه له کورنۍ سره یوځای وتښتېد او په مومندره کې یې د چرګان په یوه فارم کې واړول.

یوناما راپور ورکوي چې په۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له عملي کېدو وروسته د کوکنارو کښت په ټول افغانستان کې په پراخه کچه کم شوی، خو اوس له جنوب لویدیځ څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی.

د طالبانو برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونو د ترکمنستان-هرات د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي د بیا فعالولو لپاره د بیړنیو چارو د پیل خبر ور کړی. یاد شرکت ویلي، چې دغه مزی د تېرې شپې توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په بند بقرچر سیمه کې پرې شوی دی.

افغانستان د نړۍ له ژور سیاسي کړکېچ، اقتصادي رکود او ډیپلوماټیکې انزوا سره مخ دی، خو امریکا یو ځل بیا د طالبانو د حکومت پر کړنو د نړۍوال فشار کچه لوړه کړه. واشنګټن افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې بهرنیان په ناحقه نیسي. دا په حقوقي قاموس کې ډېر دروند مفهوم لري.

یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت ته د سیمې د هېوادونو پام زیات شوی دی. رپوټ د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړو استازو ناستې او دغه راز د طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره کړې ده.

د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په مودي سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان د یوې څانګې جګپوړی غړی ابوبکر چې د احسان په نامه هم پېژندل کېده، وژل شوی دی. پاکستاني چارواکو د ابوبکر پر سر ۹میلیونه پاکستانۍ روپۍ انعام ټاکلی و.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په زابل، بدخشان او تخار ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۱ کسان د بېلابېلو جرمونو له امله محکوم شوي دي. دغه کسان د «نامشروع اړيکو»، قمار وهنې، له کوره تېښتې، او د الکولي مشروباتو د پېر، پلور او لېږد په تور په دُرو هم وهل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما تازه رپوټ وايي، چې د ۲۰۲۵ کال له نومبر میاشتې نه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲۶۶۰ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تیر کال ورته مودې په پرتله ۲۷،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د کابل د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولان وايي چې د ددغه ریاست محتسبانو په کابل کې دوه تنه، یو هلک او یوه جینۍ، د «نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد» په تور نیولي دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس د سویس له یوه پلاوي سره د بشري او اقلیمي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي. ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی او له نړیوالو تمویل کوونکو غواړي چې له سیاسي ملاحظاتو پرته مرستې وکړي.

د طالبانو سترې محکمې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت په بدخشان، پکتیا او زابل ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۱۶۷ تنه بندیان له بند څخه خوشې کړل. د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د یادو ولایتونو په زندانونو کې د ۲۱۸ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشیف د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره ولیدل او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د پانګونې د فرصتونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړی. د تړون له مخې به د ۱۴ ډوله توکو لپاره ګمرکي تعرفې لغوه شي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډ فورم د روژې میاشتې له پای وروسته په کابل ښار کې جوړ شي.

چین د تاجکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي چې ټول لګښت یې ۴۲۴ میلیونه او ۸۳۰ زره چینایي یوان اټکل شوی. د تاجکستان حکومت دغه پروژه له مالیاتو، ګمرکي محصولاتو او نورو اجباري تادیاتو معاف کړې ده.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې په پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست ولایتونو کې د ملکي خلکو پر کورونو بریدونه کړي. نوموړي ویلي، چې په دغه بریدونو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق وایي، د افغانستان د شمال زون په پنځو ولایتونو کې د امنیت د پیاوړتیا لپاره ۱۰۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه جوړېږي چې غړي به یې تجربهلرونکي طالبان وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو یې په ۴ ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۱۱ کسان «د غلا، وسلو لېږد او د ځنګلونو پرې کولو» په تور نیولي دي. طالبانو زیاته کړې، چې نیول شوي کسان به تر پوښتنو ګروېږنو وروسته قضايي ادارو ته وسپارل شي.