
د شمالي کوریا مشر: له امریکا سره اړیکې د هغوی په چلند پورې تړلې دي
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ویلي، چې د شمالي کوریا او امریکا د اړیکو راتلونکی په بشپړه توګه د امریکا په چلند پورې تړلی دی.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ویلي، چې د شمالي کوریا او امریکا د اړیکو راتلونکی په بشپړه توګه د امریکا په چلند پورې تړلی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډيوېنس خبریالانو ته وویل، امریکا داسې شواهد لري چې ښيي د ایران حکومت هڅه کوي څو خپل اټومي پروګرام چې د تېر اوړي په برید کې زیانمن شوی و، بیا ورغوي.

د اسراییل «کان» شبکې د یوه عرب ډیپلومات له قوله افشا کړې، چې ایران امریکا ته په خپلو وړاندیزونو کې اعلان کړی، چې چمتو دی څو د یورانیمو د غني کولو کچه نږدې ۳.۶ سلنې ته راټیټه کړي او دا هغه کچه ده، چې په اټومي هوکړې (برجام) کې پرې هوکړه شوې وه.

اسراییل هیوم ورځپاڼې د اټومي خبرو اترو د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د هوکړې لپاره په وړاندې شوي نوي سند کې د تهران د تېر وړاندیز پرتله هېڅ نوی بدلون نشته.

د وسلهوالو ډلو د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله، د پاکستان د پوځ ویاند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ځواکونو یې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په جلا جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۴ وسلهوال وژلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران په وروستیو لاریونونو کې ۳۱۱۷ کسان وژل شوي دي. هغه د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې و، په دغو لاریونونو کې ۳۲ زره کسان وژل شوي او دا شمېرې یې ناسمې وبللې.

د اروپايي پارلمان یوې غړې هانا نیومن د طالبانو د نوي جزایي قانون د منځپانګې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او دغه ډله یې د «ښځو په مرییتوب» تورنه کړه. نوموړې له اروپایي ټولنې وغوښتل، چې پر طالبانو هدفمند بندیزونه ولګوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې له طالبانو سره د اړیکو له «عادي کولو او هغوی ته د مشروعیت ورکولو» څخه ډډه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ (د کب ۶مه) د علي خامنهیي د احتمالي وژل کېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې نظام په اشخاصو پورې تړلی نه دی او په دغه نظام کې ټول کسان د یوې ثابتې کړنلارې له لارې ځای پر ځای کېږي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ماښام جنیوا ته له رسېدو وروسته د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره په کتنه کې د اټومي هوکړې په اړه د ایران وړاندیز وسپاره.

ایران انټرنشنل ته له یوې باوري سرچینې رسېدلي معلومات ښيي، چې پر ایران د پوځي برید د ګواښ او د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، اوس له علي خامنهيي سره ملاقات کوونکي چارواکي په تړلو سترګو د هغه پټنځای ته وړل کېږي. دا کار د دې لپاره کېږي، چې د نوموړي ټنځای افشا نهشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې عباس عراقچي د چهارشنبې په ماښام د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د خبرو اترو د درېیم پړاو لپاره سویس ته ورسېد.

د جرمني لومړی وزیر په یوه رسمي سفر بېجینګ ته تللی او هلته یې له چین سره د همکاریو د پراختیا او ستراتیژیکو خبرو د پیاوړتیا غوښتنه کړې. د سفر موخه د اروپا د تر ټولو لوی اقتصاد او د نړۍ د دویم لوی اقتصاد ترمنځ د رامنځته شویو ناندریو کمول او د دوه اړخیزو اړیکو بیا تنظیمول ښودل شوي.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۲۶۶۷ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ګواښ کړی، چې دوی به ډېر ژر د پاکستان هوايي بریدونو ته پوځي ځواب ورکړي. هغه که څه هم د دغو بریدونو د ځواب څرنګوالی "پټ" وباله، خو زیاته یې کړه چې د پاکستان دا کړنې په هېڅ ډول د بښنې وړ نه دي.

د برازیل د اور وژنې ادارې ویلي، چې په میناس ګیرایس ایالت کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۴۰ تنو ته لوړ شوی او لسګونه نور لا هم لادرکه دي.

د اکسیوس وېبپاڼې د راپور لهمخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې د امریکا حکومت غواړي له ایران سره هره اټومي هوکړه باید تلپاتې بڼه ولري.

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې اداره وايي، چې په بلخ، سمنګان، نورستان او کاپیسا ولایتونو کې یې پر ۱۱۸۶۷ اړمنو کورنیو نغدې پیسې او خوراکي توکي وېشلې دي.

تر هغه وروسته چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د جنايي ادارې لپاره د يو کمپيوټر د پېرلو په اړه راپور ورکړ، چې بيه يې ۲ميليونه او ۳۱۰زره افغانۍ يعنې شاوخوا ۳۸ زره ډالره ښودل شوې وه، د دې ډلې د کورنيو چارو وزارت پرته له دې چې خلکو ته وضاحت ورکړي، د داوطلبۍ بلنه له خپلې پاڼې لرې کړه.

د اسراییل د پارلمان غړي امیت هلاوي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان باید له نړۍوال مشروعیت څخه بېبرخې شي او د دغې ډلې د مخالفانو ملاتړ دې وشي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له دغه هېواد څخه تر ۲ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې لا هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو او اېستلو لړۍ دوام لري