
ټرمپ: اسراییل له حماس سره د دوه میاشتني اوربند له شرایطو سره موافقت کړی دی
د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییل له حماس سره د ۶۰ ورځني اوربند د نهايي کېدو لپاره له شرایطو سره موافقت کړی او له حماس غورځنګه یې هم غوښتي چې هغه ومني.

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییل له حماس سره د ۶۰ ورځني اوربند د نهايي کېدو لپاره له شرایطو سره موافقت کړی او له حماس غورځنګه یې هم غوښتي چې هغه ومني.

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې د خلکو پر شخصي ازادیو محدودیتونه لګولي. یو له دې جبري محدودیتونو څخه د ږیرې پرېښودو امر دی، چې د خلکو د شخصي انتخاب حق تر پښو لاندې کوي.

امریکا هغه پروګرام پای ته رسوي چې د کانګرس له خوا د افغانانو د لېږد د هڅو د همغږۍ لپاره منظور شوی و او ورسره د بهر مېشتو افغان متحدینو اندېښنې هم ورځ تر بلې زیاتېږي. له دې سره، د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام یو شمېر افغان غوښتونکي چې له ګواښ سره مخ دي، له پاکستانه شړل شوي دي.

په خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د پلي کېدو کمېټې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته هېڅ ډاکتر باید رمزي، مبهمې او یا هم نه لوستل کېدونکې نسخې ونه لیکي.

د عبدالرحمان وزیري په نوم یو افغان چې پخوا یې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې د ماینپاکۍ په ماموریت کې کار کاوه، د اپرېل په ۲۷مه د امریکا د ټکساس ایالت په هیوسټنښار کې د خپل کور مخې ته ووژل شو. د نوموړي کورنۍ او پخواني امریکایي همکاران یې د عدالت غوښتنه کوي.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې ایران د یوې داسې جګړې لپاره چمتوالی نيسي، چې ښايي تر مخکېنۍ جګړې زوروره وي. نوموړي زياته کړې: «تهران نه غواړي په خپله خاوره کې د کوم بهرني حضور اندېښنه ولري که څه هم ګاونډ يې وي.»

په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله راغلو سېلابونو د ګڼو خلکو ژوند، شتمنۍ، کرنیزې ځمکې او استوګنځایونه له منځه وړي. سربېره پر دې، ډېری اغېزمن شوي خلک شکایت کوي چې طالبانو له دوی سره پر وخت او عادلانه مرسته نه ده ترسره کړې.

د سوېلي پښتنوخوا د "کوټې" ښار په "کچلاغ" سیمه کې په یوې مدرسه کې یو استاد پر خپل څلور کلن زده کوونکي جنسي تېری کړی دی.

د ایران، اسراییل او امریکا تر منځ له جګړې وروسته ایران له دغه هېواده د افغان کډوالو ډلهییزې ایستنې ته مخه کړې او په همدې څو لنډو ورځو کې یې سلګونه زره افغانان له خپلو کورنیو سره ایستلي دي، چې دا بهیر لا هم دوام لري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع الله خالص د سره صلیب نړۍوال فدراسیون د سیمه ييز مشر سره په لیدنه کې ویلي: «د طبيعي پېښو زیاتوالی ټولنه له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده.» طالبانو زياته کړې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون په اړه هم خبرې شوي.

انډیپنډنټ ورځپاڼه وايي، چې د برېتانیا حکومت د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې د دوی د ځواکونو او هڅو ملاتړ کړی و، په دغه هېواد کې د بیا مېشتېدنې پروګرامونه په ناڅاپي ډول وتړل.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان او ایران اړیکې د کډوالو د جبري اېستلو له امله تر فشار لاندې دي. نوموړي له طالبانو سره د همغږۍ پرته د افغان کډوالو جبري او ناڅاپي اېستل غندلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سفر پر مهال به په امریکا کې د ایران د اټومي پروګرام د لهمنځه وړلو «جشن» ونیسي.

د العربیه وېبپاڼې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په وینا راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافونو د راکمولو هڅې لا هم روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ ایلن ماسک ته ګواښ وکړ، چې ښايي هغه فدرالي مرستې پرې بندې کړي چې د ماسک شرکتونه ټسلا او سپېساېکس ترې ګټه اخلي. ایلن ماسک د خپلې ټولنیزې شبکې اېکس له لارې ولیکل، « زه په رښتیا وایم: ټول بند کړئ. همدا اوس».

سوېډن اعلان وکړ چې له افغانستان سره د پراختیایي همکاریو ستراتیژي پړاو په پړاو پای ته رسوي. د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرني تجارت وزیر بنیامین دوسا وویل چې سویډن له کلونو راهیسې له افغانستان سره پراختیايي او بشري مرستې کړې دي، خو اوس د دوامدارو پراختیايي پروژو امکانات محدود دي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ د مرکزي کمیټې غړی کامران پشتین وايي، سبا چهارشنبه « د چنګاښ ۱۱مه» به د وزیرستان ټول ولسونه د خپلو ستونزو د حل لپاره ګډه پریکړه وکړي. نوموړي افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل چې د سبا ورځې ګډه ناسته به د شمالي وزیرستان په میرعلي کې وشي.

د بشري حقونو سازمان ههنګاو د راپور له مخې، د ایران د خراسان رضوي ولایت په تایباد مرکزي زندان کې د دوشنبې په ورځ یو افغان بندي اعدام شوی دی. د یاد سازمان په وینا، د دغه افغان د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو د مخدره موادو اړوند تورونو له امله په اعدام محکوم و.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې متحده ایالات باید شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره افغان کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کړي او اروپا دې ۲،۵ میلیارد ډالره چې د بشرپالې مرستې په نوم د سویس بانکونو کې د کابل لپاره زېرمه شوې وې، بېرته ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی وايي چې پاکستان د ملګرو ملتونو د تروریزم ضد جوړښت کې د داخلي اصلاحاتو غوښتنه کړې. هغه ویلي: «موږ باید د ترهګرۍ او د بهرني اشغال پر وړاندې د مشروع مبارزې او د خپلواکۍ حق ترمنځ په روښانه توګه توپیر وکړو.»

د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون د اسيا پاسيفيك حوزې مشر الكساندر ماتيو وایي، اوس مهال په افغانستان کې له شاوخوا ۳۰۰ کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو لړۍ روانه ده. نوموړي ژمنه وکړه چې د صحي مرستو دغه لړۍ به نوره هم پراخه شي.