
ضمیر کابلوف: مسکو افغانستان ته د خپلو سرتېرو د لېږلو نیت نه لري
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د لېږلو هېڅ ډول پلان نه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د لېږلو هېڅ ډول پلان نه لري.

د طالبانو د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د دغه بانک په عالي شورا غونډه کې وویل، په تېر یوه کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او په وینا یې افغانۍ د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.

د فاریاب د استخباراتو مشر مولوي محمد یعقوب (منصور اکه) ویلي هغه مشران چې له هېواده بهر اوسيږي او خلک وژلو ته هڅوي، د وینو سوداګري کوي او د بېوزلو اولادونه له منځه وړي. هغه د قوم پرستۍ سخته غندنه او د یووالي غوښتنه وکړه.

افغان پناهغوښتونکی فیاض خان چې د ۲۰۲۴ کال اکټوبر کې په یوې ټیک ټاکي ویډیو کې د بریتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراژ د وژلو ګواښ کړی و، د لندن په محکمه کې محاکمه کېږي.

د فلسطین وسله والې ډلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان له مخې د غزې د اوربند تړون ته ژمنتیا ښودلې، خو لا هم د خپلو شرطونو پر نه بدلېدو ټينګار کوي.

د سوریې دفاع وزیر مرحف ابو قصرا او د امریکا له ملاتړه د برخمنو ډیموکراتیکو ځواکونو مشر جنرال مظلوم عبدي د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد په شمال او شمال ختیځ کې اوربند اعلان کړ. د سوریې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا اوربند سملاسي نافذ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه مهم اقدام کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د سرغړونو د څار او حساب ورکونې نوی نړۍوال میکانیزم تصویب کړ.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سناپ چټ، ټیک ټاک او انسټاګرام له وي پي این پرته کار نه کوي، خو د فیسبوک، ټویټر او یو ټیوب په څېر شبکې کار کوي. طالبانو تازه پر یو شمېر ټولنیزو شبکو محدودیت لګولی او په کندهار کې یې د نوري فایبر کورني خدمات قطع کړي دي.

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو مخابراتو وزارت له مخابراتي شرکتونو نه پر انټرنېټ د محدودیتونو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې سرچینو له کندهار نه وویل، چې د ځینو شبکو د نوري فایبر خدمات قطع شوي او په ځینو سیمو کې ټولنیزې شبکې کار نه کوي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی وايي، افغانستان او قزاقستان پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارد ډالرو ورسوي او د افغان-ترانس رېلپټلۍ د پروژې د چټکې عملي کېدا لپاره ګډ ګامونه پورته کړي.

د طالبانو د مشر له لوري د انټرنېټ د پرې کولو تر امر وروسته، افغانستان د ۴۸ ساعتونو لپاره له نړۍ سره د اړیکو په تورو شپو کې ډوب شو. دې کار نه یوازې په هېواد کې ټولنیز او اقتصادي بحران راولاړ کړ، بلکې د ځینو سرچینو په وینا، د طالبانو د مشرانو ترمنځ یې هم اختلافونه راوپارول.

د طالبانو مشر د دې ډلې د والیانو او ولسوالانو سیمینار کې ویلي، هره پرېکړه چې له کندهاره صادرېږي، باید په ټول افغانستان کې د کندهار په څېر له توپیر پرته پلې شي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د انټرنیټ د محدودولو او نوري فایبر قطع کولو پرېکړه هم له سیمینار وروسته شوې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فرمټ په ناسته کې وویل چې وسلهوالو ډلو د تجهیز او روزنې مرکزونه د سیمې په نورو هېوادونو کې جوړ کړي، نه په افغانستان کې. نوموړي هغه راپورونه بېاساسه وبلل چې ګواکې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې فعالیت کوي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغو خبرو هرکلی کوي چې کابل کې د امریکا سفارت د بیاپرانیستلو په اړه روانې دي. کابلوف وویل: «که امریکا له طالبانو سره د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې کوي، موږ د دې کار هرکلی کوو.»

د طالبانود اوبو او انرژۍ وزیر د ټاپ پروژې له ریيس مراد ارتیکوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د دې پروژې د چارو د چټکتیا په هکله خبرې اترې کړې دي.

د مسکو فارمټ مشورتي ناستې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې وویل، « مسکو د سیمې په کچه داسې مثال پرېښود چې تاریخ به یې یاد ساتي». دواړو لوریو د ترهګرۍ او نشهيي توکو خلاف پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.

په کندهار کې د طالبانو مشر او والیانو او ولسوالانو درې ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسېده. د غونډې پیلېدو پر مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې د طالبانو مشر د بګرام په اړه له والیانو او ولسوالانو سره مشورې کوي، خو د طالبانو په خبرپاڼه کې د بګرام هېڅ یادونه نه ده شوې.

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ مشورتي غونډې» ګډونوالو له کابل سره د ترهګرۍ او نشهيي موادو پر ضد د ګډو هڅو ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراختیا ته لیوال دي.

په خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولانو ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې د املوکو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي دي. ددوی په ونیا، د اټکل له مخې سږ کال به د املوکو حاصلات څه باندې ۳ زره ټنه وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومې ناستې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې په څېر پرېکنده ګام واخلي. متقي دغه راز وویل، چې طالبان او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه مني

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو د خبرو اترو اوومه غونډه د بګرام هوايي اډې په تړاو د امریکاپر وروستي دریځ بحث نه کوي.