
په خوست کې سږ کال د املوکو حاصلات۲۰ سلنه ډېر شوي
په خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولانو ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې د املوکو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي دي. ددوی په ونیا، د اټکل له مخې سږ کال به د املوکو حاصلات څه باندې ۳ زره ټنه وي.

په خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولانو ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې د املوکو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي دي. ددوی په ونیا، د اټکل له مخې سږ کال به د املوکو حاصلات څه باندې ۳ زره ټنه وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومې ناستې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې په څېر پرېکنده ګام واخلي. متقي دغه راز وویل، چې طالبان او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه مني

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو د خبرو اترو اوومه غونډه د بګرام هوايي اډې په تړاو د امریکاپر وروستي دریځ بحث نه کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان ویلي، چې د روسیې، چین او ایران له استازو سره په څلور اړخیزه ناسته کې یې د یوه خپلواک، سولهییز او له بهرني نفوذ څخه د پاک افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش د خواشینۍ په څرګندولو سره ويلي، چې په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله د مېندو مړینه هم ډېره شوې ده. هغه وایي، په افغانستان کې د زدهکړو او کار په ګډون د ښځو ګڼ حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې په ټول هېواد کې څهباندې یو میلیون او ۶۶ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې نن سېشنبه (د تلې ۱۵مه) ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان نه تر ۲.۶ مېلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې ډېره برخه یې په جبري توګه اېستل شوي دي.

د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې نن سېشنبه (د تلې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوند په امر یې د دغه ادارې نوم په رسمي ډول په (معیار او کیفیت ادارې) اړولی او ورسره یې لوګو هم بدله کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ ناسته کې اعلان وکړ، چې مسکو ته د افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو په خاوره کې د درېيمو هېوادونو پوځي تاسیسات په هیڅ دلیل د منلو وړ نه دي. نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې پياوړی شوی.

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ حماس پر اسرايیل برید وکړ او له همدې ورځې څخه د اسراييل او حماس ترمنځ جګړه پيل شوه. په دغه جګړه کې تر دې دمه زرګونه فلسطینیان وژل شوي او د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

له کندوز ولایت نه سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې پر کندوز یو ځل بیا د افغان ټېلیکام او نوري فایبر انترنېټ بند شوی و؛ خو د سېشنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه) شاوخوا ۱۲بجې یو ځل بیا دغه خدمتونه پیل شول.

په ټایلنډ کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۲کسانو ته لوړ شو. ځایي چارواکي وايي، دوی هڅه کوي چې ۳۷۰زره خلکو ته مرستې ورسوي. دغه سېلابونو د ټایلنډ ۱۹ ولایتونه ځپلي دي؛ خو د بانکوک شمال اوتراډېټ او اييوتايا سیمو ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

د مسکو فارمټ اوومه ناسته نن سېشنبه (د تلې ۱۵مه) په روسیه کې پيل شوه. په دغه غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان چارواکي د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کوي.

د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې یوشمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې یو ځل بیا د اېستلو بهیر ګړندی شوی او هره ورځ پولیس په بېلابېلو سیمو کې د نیولو عملیات لري. دوی وایي، په بي۱۷ ښارګوټي کې همدا نن هم پاکستاني پولیس د افغانانو د کورونو دروازو ته ولاړ دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د دوی د مشرتابه له لوري د اشخاصو په نومونو د واټونو، عامه ځایونو او څلورلارو پر نومولو بندیز لګېدلی دی. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي په دې تړاو یوه ناسته هم کړې.

د اېلینوی ایالت شیکاګو والي پر ډونالډ ټرمپ عریضه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ښار ته دې د فډرالي ملي ګارډ سرتېرو استول ودروي. ټرمپ ګواښ کړی، چې د ځايي چارواکو د مخالفتنو ځپلو لپاره به د بغاوت له قانون څخه کار واخلي.

نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته جوړېږي. روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د دغه غونډې غړي هېوادونه دي. په یاده غونډه کې به د افغانستان د ملي پخلاینې او د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر ممکنه ګامونو بحث وشي.

پاکستانۍ ډان ورځپانې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له زندانه په پارلمان کې د اپوزېسیون د مشر په توګه د محمودخان اڅکزي منظوري ورکړې ده. هغه همداراز راجا ناصر عباس د پاکستان سنا مجلس کې د اپوزېسیون مشر ټاکلی.

د نړۍوالو مرستو له کمېدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ۵زره کارکوونکي بېکاره شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر فیلیپو ګراندي ویلي، د ۱.۳ مېلیارډه ډالرو بودجې له کمښت سره د خوړو نړۍوال پروګرام، د کډوالو بیامېشتېدنې او نورو برخو کې پروژې په ټپه درېدلې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په کوالالمپور کې د رسمي لیدنې پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات او طالبانو سره د دوامداره تعامل په اړه خبرې کړې دي. د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لوري اعلان شوی نوی څېړنیز مېکانیزم د افغان ولس د غوښتنو او اړتیاوو استازیتوب نهکوي.