
افغانستان د کډوالۍ څپو کې؛ نورالدین عزیزي وایي، استبداد او سیاسي ظلمونه یې اصلي لاملونه دي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې په افغانستان کې استبداد، سیاسي ظلمونه، بېوزلي او بېکاري د کډوالۍ اصلي لاملونه دي. هغه دغه څرګندونې په کابل کې د افغانانو د کډوالۍ اړوند مسایلو د څېړنې په یوه کنفرانس کې کړې دي.



















