
طالبان وايي د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د طبي وسایلو مرسته وکړه
په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د ۵ قلمه طبي وسایلو مرسته کړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د تورخم شل بستریز روغتون سره د ۵ قلمه طبي وسایلو مرسته کړې ده.

د یوې پېژندل شوې اماراتي مېرمنې او د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیو کې د تورن امریکايي پانګهوال جېفري اپسټین ترمنځ د نږدې اړیکو افشا کېدو په عربي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې تازه شور او بحثونه راپارولي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د تېرکال پرتله د تنفسي ناروغیو ګراف لوړ شوی او په تېرو درېیو میاشتو کې په تنفسي ناروغیو اخته شاوخوا پنځه میلیونو کسانو روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د چمتووالي ادارې ویلي، چې د دغې ادارې، افغان ـ جاپان او AADA موسسو ترمنځ د شوې هوکړې لهمخې او د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په همغږۍ په کونړ ولایت کې پر ۲۴۲۶ زلزله ځپلو او جبري راستنو شویو کورنیو خوراکي او غېرخوراکي مرستې ووېشل شوې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان له مشر ډاکټر محمد جمال سره د پولیو ویروس د لهمنځه وړلو په اړه خبرې وکړې. هغه په دې لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې د ګوزڼ ویروس د مخنیوي په برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سره یې کتلي او ورسره یې د بشري حقونو د وضعیت او امنیتي ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو په سیاست کې د پوځ د رول په تړاو ددغه هېواد په ملي شورا کې د اپوزیسیون د مشر محمودخان اڅکزي څرګندونې رد کړې او هغه یې په «ناسمو معلوماتو ولاړې» بللې دي. اڅکزي ویلي و، چې پوځ یوازې د څلورو ولسوالیو پوځ دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له یوه حکومتي پلاوي سره په لیدنه کې، افغانستان ته د صادرېدونکو نفتي توکو او ګازو د کیفیت پر ساتلو، د بیو پر کمولو او د ځانګړي تخفیف پر ورکولو ټینګار وکړ.

د طالبانو د سترې محکمې لهخوا د خپرو شویو خبرپاڼو لهمخې، یادې ډلې په تېرو ۴۰ ورځو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له امله د ښځو په ګډون ۲۴۶ کسان په دُرو وهلي دي.

وسله والو د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د چارشنبې په ورځ پنځه پولیس وژلي دي. د پولیسو په وینا، برید د ښار په څنډو کې د وسلهوالو پر ضد له عملیاتو وروسته د پولیسو د ستنېدو پرمهال شوی.

د سعودي عربستان ملک سلمان خیریه مرکز د روژې میاشتې په مناسبت او د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره، د طالبانو تر واک لاندې سرې میاشتې ټولنې ته۱۰۰ ټنه خُرما وسپارله.

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین جاوېد لودین کابل ته تللی او د طالبانو ادارې او د عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د برېښنا د تولید د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې یې ګډون کړی دی. د راپورونو له مخې، لودین دا مهال د افغان سوداګر میرویس عزیزي اړوند شرکتونو کې کار کوي.

په پېښور کې د پښتونخوا د زده کوونکو فدراسیون په غونډه کې د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ لامل د پاکستان بهرنی سیاست دی او افغان او پاکستاني ترهګر ټول په پاکستان کې تولید شوي دي.

پولنډ د طالبانو تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت سره د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو، طبي وسایلو او خوراکي توکو مرسته کړې ده. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې مرستو کې ۲۷ډوله درمل او طبي تجهیزات شامل دي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د یوه حکم له لارې په هرات کې د ټاکنو کمیسیون ودانۍ د هرات پوهنتون د طب پوهنځي تدریسي روغتون ته د دایمي ودانۍ په توګه سپارلې ده. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې د هرات د طب پوهنځي تدریسي روغتون دایمي ودانۍ نه درلوده.

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه په ټپي حالت کې د راولپنډۍ یوه روغتون ته لېږدول شوی دی. د روغتون د سرچینو په وینا، نوموړی تېره ورځ د ناڅرګندو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی او وضعیت یې نازک دی.

یو سند چې ښکاري د بریټانیا پخواني شهزاده اندرو ماونټبېټن وېنډزر د جنسي قضیو مخکښ جېفري اپسټین ته استولی، په افغانستان، په ځانګړې توګه هلمند کې د سرو زرو او یورانیمو د پانګونې فرصتونو په اړه معلومات پکې شامل دي.

د شهر بانو سادات فلم «ښه سړی نشته» د جرمني د برلین د «برلیناله فېسټیوال» پرانېستونکی فلم دی. فلم جوړوونکې د طالبانو له ګواښونو تښتېدلې او اوس په هامبورګ کې ژوند کوي. نوموړې ویلي، چې له افغانستان نه ټول خلک په تېښته کې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې په تېرو ۷۸ کلونو کې پښتنو ته په تدریسي نصاب کې ټ ټوپک ښوول شوی خو اوس وخت راغلی چې ځوانانو ته (ق قلم) ور زده شي. اپریدی وايي، چې د پاکستان ملي رسنۍ پر پښتنو کېدونکي ظلمونه نه منعکسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په کندهار او مزارشریف کې یې خپلو کونسلګرو ته دوه نوي مسوولان ټاکلي دي. د پاکستان حکومت دغه راز په نورو هېوادونو کې هم ۱۹ سفیران او د کونسلګریو مسوولان معرفي کړي دي.

د طالبانو ویاند پر ملګرو ملتونو او د شفافیت پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی، چې افغانستان ته ورشي او د درغلیو د له منځه وړو او شفافیت په تړاو د طالبانو د ادارې اقدامات له نږدې وڅیړي.