
نتنیاهو: اسراییل د یوې لویې لاسته راوړنې په درشل کې دی
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ماښام وویل، چې هېواد یې د یوې لویې لاسته راوړنې په درشل کې دی، خو دا لا وروستۍ شوې نه ده او دوی پرې سخت کار کوي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ماښام وویل، چې هېواد یې د یوې لویې لاسته راوړنې په درشل کې دی، خو دا لا وروستۍ شوې نه ده او دوی پرې سخت کار کوي.

پاکستان چې د سپټمبر له لومړۍ راهیسې د پياوار او اېسيسي کارټ لرونکو افغان کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړی، همداراز دوام لري. یو شمېر دغه اېستل کېدونکې کورنۍ سره له دې چې په پاکستان کې هم خوشحاله نهدي، خو د نجونو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو سخت اندېښمن کړي دي.

د طالبانو استخباراتو پورې اړوندې رسنۍ «المرصاد» خبر ورکړی، چې د پاکستان تر واک لاندې بلوچستان کې د داعش څانګې یو پاکستانی مسوول له خپل تاجکستاني ملګري سره وژل شوی دی. دغه رسنۍ زياته کړې، چې په پاکستان کې د داعش پاکستانی مسوول عاصم بلوچ نومېده.

د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی په غزه کې د یوه روغتون لاندې د حماس یو تونل او د بل روغتیايي مرکز ترڅنګ د بل تونل د ننوتلو دروازه موندلې ده. لومړی تونل د غزې ښار په سوېل کې د اردني روغتون ترڅنګ کشف شوی دی.

د مصر دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې حماس او اسراییل به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قاهره کې غېر مستقیمې خبرې اترې وکړي، ترڅو د یرغمل شویو او بندیانو خوشې کېدو تضمين وشي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د ده، د پلار او د کورنۍ ټول امنیتي ساتونکي بېرته اخیستي دي. هغه خبرداری ورکړی، چې که له ده یا د کورنۍ د غړو پرواندې یې کومه پېښه رامنځته شوه، مسوول به یې پاکستان وي.

د ایران د قضايي قوې اړوند د "میزان" خبري اژانس راپور ورکړی چې د شپږو بندیانو د اعدام سزا د اکتوبر د څلورمې نېټې په سهار، د اهواز ښار په یوه زندان کې عملي شوې د ایران قضايي سیسټم دا کسان له " اسراییل سره د اړیکو" په تور د مرګ په سزا محکوم کړي وو.

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د جرمني په مونیخ ښار کې سره راټولیږي، څو د کډوالۍ پر تګلارو، په ځانګړې توګه د کډوالو د اېستلو په اړه بحث وکړي. په دې غونډه کې به د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د بهیر او له اروپايي ټولنې څخه بهر د اېستلو مرکزونو د جوړولو په اړه هم بحث وشي.

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وايي، په قطر کې مېشتو افغان سوداګرو د کونړ له زلزلهځپلو سره شاوخوا ۲۶ زره او ۳۰۰ ډالره مرسته کړې ده.

د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت د پوهنتونونو لپاره استادانو او هغو کارکوونکو ته چې د څلورم بستونو یا لاندې دندو کې کار کوي، ځیرک ټلیفون کارول منع کړل. افغانستان انټرنشنل د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یو رسمي سند ترلاسه کړی چې پکې ویل شوي، دا پرېکړه د وزارت رهبرۍ په شورا کې شوې ده.

د طالبانو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله د ټولو ولایتونو والیان او ولسوالان کندهار ته ورغوښتي ترڅو د بګرام د ساتنې په اړه سلا مشورې وکړي. سرچینې تاییدوي چې دا درې ورځینۍ غونډه نن سهار د ملاهبت الله په مشرۍ په کندهار کې پیل شوې ده.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د افغانستان د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه والي او د زغم وړتیا د پیاوړتیا پروژه د شپږ میلیونه پونډو په ارزښت د پکتیکا، کونړ، فاریاب، سمنګان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې پیل شوه.

د بلجیم د پناه او کډوالۍ وزیرې انیلین ون بوسویټ ویلي چې هېواد یې غواړي له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي چې په «ناقانونه» توګه بلجیم کې مېشت یا په «جرمونو» محکوم شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، تېرو څلور کلونو کې د هېواد له بازارونو نږدې ۱۵ میلیارده زړې افغانۍ راټولې شوې دي. د دغه بانک مسوولین وایي، دغه هڅه یې د زړو افغانیو مخنیوي او د هېواد پولي واحد د وضعیت ښه والي په موخه کړې.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي، د طالبانو او امریکا اړیکې لا هم روښانه او تعریف شوې نه دي، خو سره له دې د دواړو ترمنځ ژورې او پټې استخباراتي اړیکې شته. فدایي زیاتوي، چې هغه کسان چې فکر کوي طالبان به هېڅکله امریکا ته اډې ورنکړي، په لویه تېروتنه کې دي.

د پاکستان لومړي وزير محمد شهباز شريف د غزې په جګړه کې د اوربند د رامنځته کېدو پر لور د روانو مثبتو پرمختګونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې پاکستان تل د فلسطين د خلکو تر څنګ ولاړ دی او دا ملاتړ به دوام لري.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي چې د پولیسو رنجر موټر په تویټا موټرو بدلوي. هغه زیاتوي چې د پولیسو رینجر په داسې موترو بدلوي چې د افغانستان شرایطو او جغرافیې سره مطابقت ولري. تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و چې طالبان د پولیسو رینجر موټرې بدلوي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ويلي، چې سږ کال به له دې ولایت څخه ۲۷۴ زره او ۷۲۵ ټنه انار راټول شي. نوموړی زیاتوي، چې روان کال کندهار ولایت کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي چې ترې ۲۷۴ زره ۷۲۵ ټنه حاصلات به راټول شي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خواشینې ښودلې.

رویټرز خبري اژانس نن شنبه (د تلې ۱۲مه) لیکلي، چې د جاپان واکمن محافظه کار ګوند ثنای تاکایچي د ګوند مشره وټاکله. په دې ډول هغې ته لاره پرانیستل شوه، چې دجاپان لومړۍ وزیره شي.

تازه د اروپا پارلمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اکټوبر میاشې په ۷مه نېټه به په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې او د زیانمن شویو مېرمنو څخه د ملاتړ په تړاو بحث وکړي.