
د لوی اختر په ورځو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ کسان مړه او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي
د طالبانو تر واک لاندې د ټرافيک پوليسو لوی رياست خبر ورکړی، چې د لوی اختر په ورځو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ کسان مړه او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرافيک پوليسو لوی رياست خبر ورکړی، چې د لوی اختر په ورځو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ کسان مړه او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د اسراییل دفاع وزیر "اسراییل کاتز" اعلان کړی چې هېواد یې پر ایران «هوايي بریدونه» کړي دي، او د احتمالي غبرګون په اړه یې په ټول اسراییل کې بیړنی حالت اعلان کړی.

د ایران پلازمېنې تهران په شمال ختیځ کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي، چې د ایران دولتي خبري اژانس نور نیوز لخوا تایید شوي دي.

د فنلنډۍ رسنیو د راپورونو لهمخې؛ د فنلنډ د کډوالو شورا د حمیرا په نوم د دغه هېواد د ټامپیر ښار یوه افغانه اوسېدونکې د «۲۰۲۵ کال د غوره کډوالې» په توګه نومولې ده.

د افغانستان د ښځو د مدنې ټولنو او بشرې حقونو د بنسټونو غړې په ایران کې د افغانې کډوالې کبرا رضايي وژنه غندلې او د عدالت غوښتنه یې کړې. افغانې فعالانې دا پېښه «جنایت» ګڼلی او د عاملینو پر محکمه کېدو يې ټينګار کړی.

پاکستان او متحده عربي اماراتو پرېکړه کړې، چې سیمه ييزې سولې او ګډو موخو د پوره کولو لپاره به نږدې همغږي ساتي او ګډ کار به کوي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده عربي اماراتو له امیر شېخ محمد بن زاید النهیان سره به ابوظهبۍ کې ليدلي او د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړي دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه پخواني سرتېري خبرداری ورکړی چې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب پروګرام یا ټيپياېس له پای ته رسېدو سره، ښايي د امریکايي ځواکونو د ګڼ شمېر پخوانیو افغان همکارانوژوند له ګواښ سره مخ شي.

د افغانستان له هوایي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو انځورونه لا هم د ډېرو خلکو په ذهن کې پاتې دي، خو دا ځل، د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم په لاس انجلس کې د سرتېرو انځورونه د اوسني وضعیت د ښودلو لپاره خپاره کړل، چې وروسته د مصنوعي ځیرکتیا په تېروتنه د افغانستان له پېښو سره وتړل.

د پاکستان ډان ورځپانې په یو خبر کې ویلي، چې د بالاکوټ پولیسو د ډومګلا په سیمه د عملیاتو پر مهال دوه افغان تښتونکي وژلي او دوه نیم کلن ماشوم یې د هغوی له منګلو ژغورلی دی. پولیسو ویلي، تر دې وړاندې د کوهستان کالونۍ یوې کورنۍ خبر ورکړی وو، چې د هغوی ماشوم زوی محمدصلاح ورک شوی دی.

برېټانیا یوې افغانې مېرمنې ته چې په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره کار کاوه، په دغه هېواد کې د ژوند کولو اجازه ورکړې ده. هغه پخوا د برېټانیا د کډوالۍ ادارې لهخوا رد شوی وه، خو اوس یادې ادارې خپله پرېکړه بدله کړې او پناه یې ورکړې ده.

یو غمجن سفر، چې د نوي ژوند پیل و، په دردناکه پای بدل شو. د راجستان یوه پنځه کسیزه کورنۍ، چې لندن ته روانه وه، د هندوستان په احمداباد ایالت کې د الوتکې د سقوط له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له تېرې يوې اونۍ څخه ۴۰ ورځنۍ په زړه ناروغ افغان ماشوم د حیات اباد په روغتون کې له سخت حالت سره مخ دی. د ماشوم کورنۍ ته د اسنادو د نه درلودلو له کبله پر تورخم اجازه نه ورکول کېده او ماشوم یې د تداوی لپاره یو نابلده کس ته ورکړی.

د پاکستان د څېړنې او ارزونې بنسټ (ACAPS) په یوه نوي راپور کې ویلي چې دغه هېواد به د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې له څلورو لویو بشري ناورینونو سره مخ شي. دا ناورین به مېلیونونه پاکستانیان په جدي ډول اغیزمن کړي.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو پر دوام، د دغه هېواد حکومت زرګونه افغان کورنیو ته ډېره لږه موده وخت ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي. یوه افغان ته یوازې ۴۵ دقیقې وخت ورکړل شوی چې پاکستان پرېږدي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي ننګونو له کبله دي خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي. دوی ویلي، چې وسله والې ترهګرې ډلې په پرله پسې ډول ملکي وګړي، غيري دولتي سازمانونه، دولتي ادارې او نور خدماتي پرسونل په نښه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د بایډن حکومت د سرحدونو پرانستې پالیسي د امریکا د کرنې، هوټلدارۍ او تفریحي صنعتونو ته ستر زیان اړولی دی، او مجرمانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

د خبریالانو د یوې ګډې پلټنې له مخې مالي کې د روسیې اړوند واګنرکرایي جنګیاليو لخوا له درې کلونو راپدیخوا په غیرقانوني ډول د ولسي خلکو تښتونه، بندیانول او شکنجه کول ښودل شوي. دغه کسان دملګرو ملتونو (UN) پخوانیو اډو او یا د مالي له پوځ سره ګډو کمپونو کې ساتل شوي وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې ملت باید د اسلامي او ملي ګټو لپاره متحد پاتې شي ځکه د اصلي اهدافو هېرولو له امله افغانستان هر ځل له بحران سره مخ شوی دی. سراج الدین حقاني وايي، افغانستان په افغانیت او اسلامیت نه دی وران شوی.

یوه لوړپوړي پولیس چارواکي روېټرز ته ویلي چې د هند په احمداباد ښار کې د ایر انډیا مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې تر ۲۹۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مسافرو له ډلې یوازې یو تن ژوندی پاتې دی.

په ټولنه، کورنۍ، ادارو او حتا مشرتابه کې داسې کسان شته چې که څه هم عمر یې د بلوغ حد ته رسېدلی، خو کړنې، چلند او رواني ځانګړنې یې لا هم ماشومانه بڼه لري. دا ډول اشخاص نه یوازې خپل شخصي ژوند ته ستونزې جوړوي، بلکې له نورو سره د تعامل پر مهال هم منفي اغېز لري.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د هند د یوې مسافر وړونکې الوتکې پرغورځېدو خواشيني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو او د هند له حکومت سره یې خواخوږي ښودلې ده.