
په تیرو ۱۰۰ ورځو کې له ایران څخه ۱.۱ مېلیون افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي
طالبان وايي د افغان کډوالو د ستنېدو د لړۍ په دوام په تېرو ۱۰۰ ورځو کې ۱۱ کسان یوازې له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.

طالبان وايي د افغان کډوالو د ستنېدو د لړۍ په دوام په تېرو ۱۰۰ ورځو کې ۱۱ کسان یوازې له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.

د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ نن یکشنبه (د تلې ۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې قونسل یې مفتي محمد اکبر عظیمي د څو بهرنیو هېوادونو له ډيپلوماتانو سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او د دې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او سیاسي اړیکو پر پياوړتیا خبرې کړي دي.

د پاکستان په کراچي ښار کې د طالبانو فونسلګرۍ نن یکشنبه (د تلې ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه باندې لیکلي، چې ساوت سيټي خصوصي روغتون به په کابل کې یوه څانګه پرانیزي.

د اسیا جام روانو سیالیو پایلوبه ته دا ځل هند او پاکستان سره وتي چې ټآکل شوې لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماښام اته بجې د دوبۍ کرېکټ په نړۍوال لوبغالي کې پیل شي. د دغه سیالۍ ګټونکې لوبډله به د اسیا اتله اعلان شي.

رویټرز خبري اژانس (د تلې ۶مه) لیکلي، چې د ایران واکمنان تر۱۹۷۹ کال وروسته له لوی ګواښ سره مخ دي، ځکه د خلکو زیاتېدونکی قهر او اټومي تړون په اړه خبرو په ټپه درېدو دا هېواد د انزوا خوا ته بېولی دی.

رویټرز خبري اژانس یکشنبه (د تلې ۶مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خولې لیکلي، که پر روسیې هر ډول ځمکنی یا هوايي تېری وشي، سخت جواب به ورکړل شي. لاوروف وویل چې دوی نه د ناټو یا اروپايي ټولنې غړو هېوادونو باندې برید کړی او نه داسې کوم پلان لري.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) په پېښور کې د «تحریک انصاف» ګوند په یوې لویې غونډه کې وویل، د خېبرپښتونخوا حکومت په خپلو سیمو کې د هېڅ ډول عملیاتو اجازه نه ورکوي. هغه وویل، د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره باید له افغانستان سره خبرې وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر تهران د بندیزونو د بیا راوستلو په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته لیک استولی دی.

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور د نیول شوې برېتانوۍ جوړې لېندزي او کریګ فورمن کورنۍ وایي، په زندان کې د هغوی روغتیایي وضعیت په خرابېدو دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېسجي شنکر د ملګرو ملتونو په اتیایمه غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وویل چې د هند ګاونډی هېواد د نړۍوالو ترهګرو مرکز دی او له څو لسیزو راهیسې له هغه ځایه نړۍوال بریدونه پلانېږي.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د «ماشه مکانېزم» فعالیېدو ته په اشارې سره وویل: «بندیز د هر هېواد لپاره بد دی، خو د بندیز په اړه د لیدلوري ډول او دا چې څنګه له ستونزو څخه فرصتونه رامنځته شي، ارزښت لري.»

په امریکا کې د کډوالو ملاتړ کوونکي سازمان افغان اېواک اعلان وکړ، چې د سید ناصر په نوم یو افغان کډوال چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې له خوا په سنډیاګو کې نیول شوی و، خوشې شوی دی.

د اندونیزیا د طبي بېړنيو مرستو او ژغورنې کمېټې اعلان وکړ، چې د کونړ د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په موخه یې یوه څلور کسیزه طبي ډله افغانستان ته لېږلې ده. دا ډله به د سپټمبر تر ۱۷مې پورې د کونړ او ننګرهار په زلزلهځپلو سیمو کې طبي او بشري خدمات وړاندې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ځينو هېوادونو او سازمانونو له لوري پر یو شمېر کسانو او هېوادونو پر لګول شویو نړۍوالو بندیزونو په نیوکې سره وویل، بندیزونه د سیالانو د ځپلو او وېرولو لپاره کارول کېږي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو رسنیو ته ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په سوېلي ولسوالۍ کرک کې د یو لړ عملياتو پر مهال ۱۷ وسله وال وژل شوي دي. چارواکو ویلي، چې په دې نښتو کې ۳ پاکستاني سرتېري هم ټپيان شوي دي.

پاکستان د سپټمبر له لومړۍ راهیسې له دې هېواده د هغو افغانانو په ګډون چې د پاکستان له اوسېدونکو سره یې ودونه کړي، د «پي، او، ار» او «اې، سي، سي» کارټ لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړ، خو اوس د پېښور سترې محکمې له پاکستانیانو سره د واده شویو افغانانو د اېستنې بهیر ځنډولی دی.

د سوریې موقتي حکومت د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بشارالاسد د نیولو حکم صادر کړی دی. په دمشق کې د څېړنو قاضي توفیق علي د شنبې په ورځ دولتي خبري اژانس «سانا» ته ویلي، چې د بشارالاسد لپاره په غیابي توګه د قصدي وژنې او د شکنجې له امله د وژنې په تور د نیولو حکم صادر شوی دی.

پر غزې د شنبې په ورځ د اسراییل په تازه بریدونو کې شاوخوا ۸۲ کسان وژل شوي دي. په غزه کې د اسراییل د ځمکنيو عملیاتو له پيل راهيسي ۶۵ زره تنه وژل شوي دي. د امریکا ولسمشر ویلي، چې د منځني ختیځ له هېوادونو سره د غزې په اړه «ډېرې الهام بخښونکې او رغنده» خبرې روانې دي.

د طالبانو د چارو ادارې رييس نورالحق انور وايي، افغانستان په تېرو سلو کلونو کې په ځینو برخو کې پرمختګونه نه لرل، خو په تېرو ۴ کلونو کې یې په هغو برخو کې پرمختګ کړی دی. د هغه په وینا دا تشه ادعا نه ده، بلکې ټول یې مني.

د ترکیې پولیسو شاوخوا ۸ افغان پناه غوښتونکي نیولي، چې هڅه یې کوله له دغه هېواده په ناقانونه توګه وتښتي. دا پېښه د ترکیې په «ادرنه او ارتوین» ښارونو کې شوې ده. دغه پناه غوښتونکي د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د محمد ابراهيم په مشرۍ د «جماعت اسلامي پاکستان» له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې د دواړو ولسونو په گټه وبللې.