
یوه ترکي بشرپاله بنسټ پر ۲۰۰ زرو افغانانو د قربانۍ غوښه ووېشله
د «دیانت» په نوم د ترکیې یوه بشپرپاله بنسټ سږ کال د لوی اختر په مناسبت، په افغانستان کې پر اړمنو خلکو د قربانۍ غوښه وېشلې ده.

د «دیانت» په نوم د ترکیې یوه بشپرپاله بنسټ سږ کال د لوی اختر په مناسبت، په افغانستان کې پر اړمنو خلکو د قربانۍ غوښه وېشلې ده.

د پاکستان د مالیې وزیر د ملي اسمبلۍ غونډې ته د روان مالي کال د بودیجې د تشریح پر مهال وویل، د لوړو زده کړو لپاره یې ۳۹.۵ میلیارده او د روغتیا لپاره یې ۱۴.۳ میلیارده روپۍ وړاندیز کړې دي. محمد اورنګزېب زياته کړې، د نورو فدرالي ادارو ټولټال بودیجه ۱۷.۵۷۳ میلیارده روپۍ دي.

بزنېس ریکاډر وېبپاڼه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې، تر ۲۰۰ زرو ډېر افغانان په خپله خوښه یا په جبري ډول له دغه هېواد نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دغه ډلې امربالمعروف محتسبانو د اختر په څلورو ورځو کې تر ۵۰ زيات کسان د «هګیو جنګولو او نورو تفریحي لوبو» په تور نیولي او زنداني کړي دي. طالبان د هګيو جنګول «قمار» ګڼي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) وایي، چې پر ایران د اسراییل د برید په صورت کې به په سیمه کې امریکايي ځواکونه له ګواښ سره مخ شي.

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ وايي، چې که پاکستان په خپله خاوره کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه شي کولی، باید له هند مرسته وغواړي. راجنات سینګ وايي، «پاکستان او هند په یوه ورځ ازاد شوي، خو هند د ډیموکراسۍ د مور او پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ د پلار په توګه را څرګند شوی».

په ایران کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) موقتي استازې مونیکا اولیدزکا نیلسن د ایران د کډوالو ادارې له رییس نادر یار احمدي سره د افغان کډوالو ماشومانو او میرمنو د ملاتړ په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړی.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې په غزه کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په هڅو کې "د پام وړ پرمختګ" شوی، خو دا "ډېر ژر" ده چې د یوې موافقې د لاسلیکېدو هیلې راژوندۍ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر سلګونه امریکايي سمندري سرتېري لاس انجلس کې ځای پر ځای شوي چې د ۴ زره ملي ګارډ ځواکونو ملاتړ وکړي. دا ګام د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد د لاریونونو له سختېدو وروسته اخېستل شوی.

د امریکا د عدلیې وزارت د عمومي پلټونکي دفتر (OIG) په یوه رپوټ کې تایید کړې، چې د پلټنو فدرالي ادارې (ایف بي ای) د «متحدینو پناه» او «متحدینو ښه راغلاست» عملیاتو په جریان کې له افغانستان نه د ایستل شویو کسانو د څارنې او پلټنې په برخه کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي دي.

د تل ابیب پولیسو او د اسراییل استخباراتي ادارې یو ۱۳ کلن هلک نیولی دی، چې ګومان کېږي د ایران له خوا یې ځینې دندې منلې وې. اسراییل وايي، دغه هلک اعتراف کړی چې د ایران استخباراتي کسانو د ټیلیګرام له لارې ورسره اړیکه نیولې او د محدودو دندو لپاره یې د مالي انعام وړاندیز ورته کړی و.

په ۲۰۲۴ کال کې په جرمني کې د تابعیت اخیستونکو شمیر ریکارډ کچې ته رسېدلی او نږدې ۲۹۲ زره بهرنیو وګړو جرمنی تابعیت ترلاسه کړی. په دې شمېر کې (۳ سلنه، یا لس زره او ۸۵) تنه افغانان هم شامل دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پلاوي چې مشري یې ددغه وزارت معیین ضیاء الرحمن اریوبي کوي، د "راتلونکي جوړولو" تر سرلیک لاندې د پوهنې وزیرانو د درېیم نړیوال فورم په درشل کې د روسیې له کازان فدرالي پوهنتون لیدنه کړې ده. یاد فورم سبا پیلیږي او دوه ورځې دوام کوي.

کابل کې د ایران د سوداګرۍ مشاور حسین روستایي وایي، تېر کال افغانستان د ایران پنځم سوداګریز شریک و. د ایران د ګمرک د رسمي شمېرو له مخې، ایران تېر کال افغانستان ته له دوه میلیارده او ۴۰۰ میلیون ډالرو زیات صادرات کړي دي.

څلورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په فاریاب کې طالبانو لسګونه کسان د دولت اباد ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر ضد د اعتراض په تور نیولي دي. د سرچینو په وینا، لاریون کوونکو د "زنده باد دوستم" شعارونه ورکول او د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته ننوتل.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د عدليې وزارت وايي، یوه چینایي وګړي چې شنګهوا وین نومیږي او په ناقانونه توګه په متحده ایالاتو کې اوسېده، منلې ده چې د شمالي کوریا د حکومت په غوښتنه یې وسلې، مهمات او نور پوځي توکي دغه هېواد ته صادر کړي.

د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیتسو وايي، چې ازبکستان د افغانستان او نورو هېوادونو پر لور د سلواکیا لپاره د دروازې حیثیت خپلولی شي. هغه دغه خبرې په تاشکند کې خبریالانو ته کړې دي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې هند ته به اجازه ورنه کړل شي چې له دغه هېواده پاکستان ته د ور روانو اوبو مخه ونیسي. تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خبرداری ورکړی و، چې پاکستان ته به یو څاڅکی اوبه هم ور نه کړي.

پاکستان به نن د راتلونکي مالي کال لپاره خپله کلنۍ فدرالي بودجه اعلان کړي. تمه کیږي چې عمومي لګښتونه کم او دفاعي بودجه شاوخوا ۲۰ سلنه لوړه شي.

ټایمز د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې بریتانیا او نور نړیوال متحدین به د غزې جګړې په تړاو د اسراییل دوه خورا ښي اړخي وزیران، ایتامار بن ګویر او سموتریچ، په رسمي ډول تحریم کړي. د رویټرز د رپوټ له مخې، د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت ددغه رپوټ په اړه ځواب نه دی ویلی.

د ایران د نطنز فولادو په فابریکه کې د ګازو د یوې زېرمې چاودېدو له امله یو تن افغان مړ شوی او اووه کسان نور ټپیان دي. د مړ شوي افغان هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.