
په ننګرهار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، چې د دغه ولایت په مهمندرې ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ یاده پېښه د «غزکي کولالي» په سیمه کې شوې ده.



















