
اسراییلي ځواکونو د یمن په حدیده بندر برید کړی
د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو یو وار بیا د یمن په حدیده بندر بریدونه پیل کړي دي. د راپور له مخې؛ دغه برید وروسته له هغه کېږي، چې د اسراییل پوځ له راس عیسی، حدیده او الصلیف سیمو څخه د خلکو د وتلو امر کړی و.



















