
د امريکا عدليې وزارت د جان بولټن پر ضد د قضایي تورونو قضیه ګړندۍ کوي
رویټرز اژانس راپور ورکړی، د امريکا د عدليې وزارت لوړپوړي چارواکي هڅه کوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن پر ضد ژر تر ژره د قضایي تورونو اړوند قضیه مخ ته یوسي. نوموړی اوس د ټرمپ له سیاسي مخالفانو ګڼل کېږي.



















