
ډبلیو اېف پي: سږني دوبي کې به له ۳ مېلیونو څخه یوازې له یو مېلیون کسانو سره مرسته وشي
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په سږني دوبي کې له درې مېلیونه اړمنو افغانانو څخه یوازې له یو مېلیون کسانو سره یې مرسته کولای شي. دغه پروګرام وایي، چې په سږني دوبي کې په افغانستان کې نږدې درې مېلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.



















