
د نیپال حکومت د پراخو لاریونونو له کبله پر خواله رسنیو لګېدلی بندیز لرې کړ
تېره اوونۍ د نیپال حکومت د ځینو لاملونو له کبله پر خواله رسنیو بندیز ولګاوه؛ خو د حکومت دغه اقدام د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو توند غبرګونونه راوپارول.

تېره اوونۍ د نیپال حکومت د ځینو لاملونو له کبله پر خواله رسنیو بندیز ولګاوه؛ خو د حکومت دغه اقدام د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو توند غبرګونونه راوپارول.

د ترکیې اپوزیسیون جمهوریتپال ګوند «سي اېچ پي» هڅه کوي، خپلو دفترونو ته د پولیسو د ورتګ مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده، چې محکمې د یاد ګوند د استانبول برخې مشر له دندې ګوښه کړ.

د ټایلنډ پخوانی لومړی وزیر تاکسین شیناواترا چې وړاندې په یوه کال بند محکوم شوی، په مشروط ډول د خراب روغتیايي وضعیت له کبله خوشې شوی و. نوموړی څو میاشتې په روغتون کې بستر و؛ خو نن به محکمه د هغه د بند مودې په اړه پرېکړه وکړي.

د کاناډا مونټریال نړۍوالې جشنوارې یا سيالۍ کې د «کابل» په نامه یو سریال د نندارچیانو د خوښې جایزه وګټله. دغه ټلویزیوني سریال د تېر جمهوریت د نسکورېدو پر موضوع جوړ شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمو کې د یو لړ پوځي عملیاتو پرمهال اته وسلهوال چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې قوماندان هم پهکې شامل دي، وژل شوي دي.

تازه د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې د افغانستان ختیځو سیمو کې زلزلهځپلو ته یې څه باندې ۳زره ټنه بشري مرستې استولې دي. د تاجکستان دولت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په لارښوونه افغانستان ته استول شوې دي.

روسی څېړونکی او ټبرپوه سویاتوسلاو کاورین په افغانستان کې تر شاوخوا یوې نیمې میاشتې زنداني کېدو وروسته ازاد شو. تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د روسیې سفارت په حواله لیکلي، چې کاورین تر خوشې کېدو وروسته مسکو ته ستون شوی.

په ملګرو ملتونو کې د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالې په جنیوا کې ویلي، چې د افغان نجونو د زدهکړې موضوع باید د نړۍ د هېوادونو په مرکزیت کې وي. هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو خلاف دي.

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او یو بل ماشوم ټپي او دمګړی تر درملنې لاندې دی.

په کونړ کې د طالبان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د دوشنبې په ورځ د DRC موسسې، د ترکیې IFAM موسسې او د افغان سوداګرو په ملاتړ د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوهګل درې په بېلابېلو کلیو کې د زلزلې له امله د ۸۷۳مړه او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ دویم سکرټر دانیال حسنین وایي، چې د افغانستان بشري، انساني او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د انساني قاچاق د مخنیوي په تړاو یوې غونډه کې له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د ناقانونه کډوالۍ لپاره له نیمروز څخه د ګاونډیو هېوادونو پر لور سفر ونه کړي، ځکه چې په وینا یې «دا کار د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»

د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د قوانینو د تطبیق کمېټې غونډه کې له ټولو ادارو وغوښتل، چې د ټولنې د اصلاح په برخه کې د جوماتونو له امامانو، قومي مشرانو او رسنیو ګټه واخلي.

په مرکزي مکسیکو کې د اورګاډي او دوه پوړیز مسافر وړونکي بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.

ترکیې د افغانستان زلزلهځپلو ته د خپلې ۲۲ مې مرستندویه کڅوړې د لېږلو خبر ورکړ. د ترکیې د پېښو اړوند (افاد) ادارې ویلي، په دې رېل ګاډي کې ۹۲۲ ټُنه خوراکي، غېرخوراکي او روغتیايي لوازم بار دي او د سې شنبې په ورځ یې له انقرې حرکت کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د سواد زدهکړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان پر بډایه ادبي میراث ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره د زدهکړو فرصتونه برابر کړي.

د عطا محمد په مشرۍ د جمعیت ګوند د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته دغه ګوند واحد مشر نه لري، بلکې پر ځای یې د «جمعیت ګوند د پرېکړې کولو عالي شورا» له لوري یې ټولې نظامي، سیاسي او مدني چارې رهبري کېږي.

د حالوش په نامه د بشري حقونو یو خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه شپږ افغانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر د کونړ له وروستیو زلزلهځپلو سره د مرستو په موخه ۲۰ ټُنه غېرخوراکي توکي د دوشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شول. په دغو مرستو کې ۳۱۰ خیمې او د ژمنیو جامو ۳۰۰ بستې شاملې دي.

د فرانسې لومړی وزیر فرانسوا بایرو د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د پارلمان د باور رایو په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او ورسره د یورو حوزې دویم لوی اقتصاد له ژور سیاسي بحران سره مخ شو.

د فرانسې دولت وروسته له هغې په سیاسي برخه کې له ناورین سره مخ شو، چې د دغه هېواد پارلمان د لومړي وزیر ګوښه کولو ته یې رایه ورکړه.