
د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، د ټولو دولتي کارکوونکو د «صورت او سیرت» اصلاح کوي
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت چارواکو ویلي، چې د طالبانو حکومت په ادارو کې یې د کارکوونکو د «عقیدې او عملونو» جوړولو لپاره په کار بوخت دي.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت چارواکو ویلي، چې د طالبانو حکومت په ادارو کې یې د کارکوونکو د «عقیدې او عملونو» جوړولو لپاره په کار بوخت دي.

د ایران خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري د ګران بیه ډبرو او کانونو په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډې همکارۍ د پیل خبر ورکړی. هغه ویلي، په پام کې لري چې له افغانستان سره د دوغارون په ازاده سیمه کې یو ګډ ځانګړی اقتصادي او کاني زون جوړ کړي.

د مخکني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا له لوري د مرستې ترسره کول د هر ډول اخلاقونو خلاف کار دی.

منځني ختیځ ته د خپل سفر پر دوام؛ ټرمپ دوحې ته رسېدلی. د قطر له امیر سره تر لیدنې وروسته دواړه خواوو اعلان وکړ، چې دوی د ۱.۲ ټرېلیون ډالرو په ارزښت یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنست، برېټانیا او جرمني په ګډه تر دوو زرو کیلومټرو لرې واټن ویشتونکې وسلې جوړوي. دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د نوې همکارۍ یوه برخه ده.

د یوراسیانت په نوم تحلیلي ويب پاڼې په یوه راپور کې د طالبانو او تاجکستان ترمنځ اړيکې څېړلې او لیکلي يې دي، چې دواړه خواوې په احتیاط خپلې اړيکې ښه کوي. د دې رسنۍ په وینا، طالبانو د تاجکستان د ولسمشر امامعلي رحمان د حکومت مخالف مشر په بلنې سره هڅه کړې چې پر دوشنبه فشار وارد کړي.

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني له سي اېناېن نړۍوالې ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه کې د سوریې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو لرېکېدل د دغه هېواد د ښه راتلونکي پر لور یو مثبت او اړین ګام بللی دی.

د «سایټ» په نوم یوه نادولتي بنسټ راپور ورکړی، چې د القاعده شبکې اړوند جماعت نصرت اسلام والمسلمین ډلې د بورکینافاسو شمال لور ته په یوې سیمه کې پر پوځي اډې د برید مسوولیت منلی دی. په دغه برید کې لږترلږه ۶۰ سرتېري وژل شوي دي.

اکسیوس راپور ورکړی، چې اسراییل غزې ته د بشردوستانه مرستو د بیا پیل په اړه موافقه کړې ده. د راپور له مخې، د غزې لپاره د بشري مرستو نوي بنسټ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییلو دولت په دې تړاو موافقه کړې ده.

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، چې د دغه ولایت د «شمل دوه منده ولسوالۍ» په اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر د امیر په کوربهتوب د یوې رسمي ماښامنۍ پر مهال وویل، چې دی تر فشار لاندې دی څو د ایران پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې نه غواړي د دې موضوع پای «وېرونکی» وي، او هغه لا هم د سولهییزو حللارو هیله لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له دولتي ادارو نه د علمي کادرونو د ګوښهکېدو پر دوام، د کابل پوهنتون سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې یادې ډلې د دغه پوهنتون لسګونه نارینه او ښځینه استادان ګوښه کړي دي. د سرچینو په وینا، ډېری ګوښه شوي کسان ښځې دي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د دې هېواد په اړه د ډونالډ ټرمپ د سې شنبې د ورځې څرګندونې ناسمي، تفرقه اچونکې او بې ځایه ادعاوې وبللې. په اعلاميه کې ویل شوي، چې ټرمپ په فلسطين کې د اسراییل له لورې د اشغال، نسل وژنې او ويجاړۍ پړه پر ایران اچوي.

د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د سوریې د لنډمهالې دورې ولسمشر احمد شرع ترمنځ د افغانانو په منځ کې د بېلابېلو بحثونو او څرګندونو لړۍ دوام لري. په ټولنیزو رسنیو کې روان بحثونه د دې دواړو څېرو پر سیاستونو، کړنو او نړۍوالو اړیکو تمرکز کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په ګلګت بلتستان کې د پاکستاني پوځ له لورې د عوامي عمل کمېټې د غړو نیول کېدل وغندل. نوموړي ویلي، «دا نيونې پر محکومو قومونو د پنجابي جنرالانو د استعمار د پاليسو دوام دی.»

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې طالبان ډېری وخت د یو وخت لمونځ دوه-دوه ځلې په خلکو کوي. له کندهار ولایته سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وایي، په کندهار کې د امربالمعروف محتسبان په تفريحي سيمو کې له خلکو په زور غواړي چې جماعت ته ولاړ شي.

د اسټرالیا دولت د افغان قربانیانو لپاره د رسمي زیانونو د جبرانېدو طرحه جوړې کړې او موخه یې هغو کورنیو ته غرامت ورکول دي، چې د اسټرالیايي دفاعي ځواکونو لهخوا د ۲۰۰۵-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د ناقانونه بریدونو له امله قرباني یا زیانمن شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین وایي، د پاکستان استخباراتو نن د یاد غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین کشر ورور په اسلام اباد کې بېولی او تراوسه پورې لادرکه دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کورنيو او بهرنیو رسنیو د استازو او خبريالانو سره په ځانګړې ناسته کې غوښتي، چې پر حقایقو ولاړ خبرونه جوړ او خپاره کړي. که څه هم طالبانو پر ډېرو برخو کې پر رسنينو بندیز لګولی؛ خو دغه ادارې معلوماتو ته د لاسي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ایران د اسلامي انقلاب د اسنادو مرکز رییس مصطفی پورمحمدي وایي، چې د سعودي عربستان عزت او وقار له ټرمپ سره په تړون کې له منځه لاړ.

د سویس حکومت اعلان وکړ چې غواړي له اروپايي اتحادیې سره د همکارۍ د نوې هوکړې له مخې، د اړتیا په صورت کې له اروپايي ټولنې د ازاد تګ راتګ حق محدود کړي.