
امریکا د لومړي ځل لپاره ایران ته د هستوي هوکړې طرح سپارلې
اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره ایران ته د هستوي موافقې یوه لیکلې طرح وړاندې کړې ده. دغه وړاندیز د ډونالډ ټرمپ حکومت لهخوا، د عمان په کوربهتوب د څلورم پړاو خبرو اترو پر مهال عباس عراقچي ته سپارل شوی.



















