
پاکستان وايي د پیسو نړیوال صندوق دویم قسط پور هم ور کړی
د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د پیسو نړیوال صندق (ایایمایف) له لوري د اوږدې مودې پور مرستې پروګرام دویم قسط ورکړل شوی، چې له املهیې د بهرنیو اسعارو زېرمې لا پیاوړې شوې دي.

د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د پیسو نړیوال صندق (ایایمایف) له لوري د اوږدې مودې پور مرستې پروګرام دویم قسط ورکړل شوی، چې له املهیې د بهرنیو اسعارو زېرمې لا پیاوړې شوې دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښيي، چې په کندهار کې د ښځو درملنه د خطر تر سیورې لاندې ده او د دغه ولایت په دولتي چوکاټ کې یوازې یوه متخصصه ډاکټره حضور لري. پخوانیو متخصصو ښځینه ډاکټرانو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دندې پریښې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې د بلوڅانو له لارې د پاکستان تجزیه به د ټولې سیمې نقشه بدله کړي او دا به د افغانستان د تجزیې مقدمه وي. حکمتیار وايي، «هند بلوچستان او خيبر پښتونخوا د سرو زرو په پتنوس كې كابل ته نه ډالۍ كوي».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د مئ تر ۱۲مې پورې له ۱۲۸۰۰۰ څخه ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ډېری دغه کډوال په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وایي، چې د دغه شرکت د اجرایه مشر عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوی د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې یې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان په دورو وهلي دي. د دغې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې درې کسان په «نامشروع اړيکو او يو کس په لواطت» تورن و.

د ایران تسنیم خبري اژانس وایي، چې دا مهال په ایران کې ۸.۵ میلیونه کارګر افغانان دي. د دغه اژانس د راپور له مخې؛ د کار په بازار کې د ایراني کارګرانو یوه لویه برخه اوس بهرنیو کارګرانو ډکه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ قطر ته له سفر مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشارع سره وکتل.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په غزني او تخار ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو لهخوا نیول شويو څلورو خبریالانو سره دغې ډلې ناوړه چلند کړی او هغوی یې شکنجه کړي هم دي.

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري توګه د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ ۸۷۳ تنه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، چې د مرستو کمېدو هغه مرستندویه سازمانونه سخت زیانمن کړي، چې د افغانستان په ګډون د نړې تر ټولو له زیاتو زیان منونکو ښځو سره مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښه نیت او ګډې همکارۍ د ودې لپاره پر ډیورنډ کرښه د کورمې په خرلڅیو ترمینل کې د پاکستان د پوځ او طالبانو په همکارۍ یو روغتون جوړ شو.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په کازان ناسته کې د ګډون په موخه د روسیې تاتارستان ته ولاړ.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ وايي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا ملا حسن اخوند په غوښتنه یې د افغانستان څلور زره متره مربع مرمر ډبرې ازبکستان ته ډالۍ کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ټامي پیګوټ وایي، وخت یې راسېدلی، چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره «د لنډمهاله خوندیتوب» موده پای ته ورسېږي. نوموړي دغه څرګندونې په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون رویټرز ته ویلي، چې که مسکو د اوربند په اړه هوکړه ونه کړي، نو په راتلونکو ورځو کې به پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي. هغه مالي خدمتونه، تیل او ګاز د بندیزونو د احتمالي موخو په توګه یاد کړي.

د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د سې شنبې په ماښام یې (د غوایي په ۲۳مه) د کندوز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په یوه برید کې دوه تنه طالبان وژلي او دوه نور بیا ټپیان شوي.

بلوڅ بیلتونپال غورځنګ وایي، چې د بلوچستان په اورنچ، پنجګور، قلات، نوشکي او سیبۍ سیمو کې یې په بیلابیلو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د ناروې د کډوالو شورا وایي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونه له امله شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسان داخلي بېځایه شوي دي. دغه کډوال د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو یوه او بل ولایت ته کوچیدلي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ازبکستان د انرژۍ له وزیر جورابېک میرزا محمدوف سره د انرژۍ سکتور په برخه کې د متقابلو اقتصادي ګټو، تخنیکي همکاریو او دوامداره اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د اسراییل پوځ وایي، چې تېر ماښام ناوخته یې له یمن څخه د دغه هېواد پر لور د حوثيانو توغول شوی توغندی شنډ کړی دی. د رویټر د راپور له مخې، د یمن حوثیانو، چې ویل کیږي د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.