
بن لادن؛ له تورې بوړې، دانګام او جندول نه «د وزیرستان تر حوېلۍ» پورې
د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۳مه، د ننګرهار د څلورمې زغرهوالې لوا قوماندان معلم اول ګل ته امر وشو چې خپل ټانکونه تورې بوړې ته ننباسي او هلته پر میشتو جنګیالیو مرمۍ ووروي. دا د اول ګل لپاره تر ټولو سخته شیبه وه، چې د امریکا تر محاصرې لاندې خپل پخواني ملګري د ټانک په مرمیو وولي.


















