
سویلي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام اړوند دیني عالم په ډزو وژل شوی
د خیبر پښتونخوا سویلي وزیرستان په برمل تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام ګوند اړوند دیني عالم مولانا محمد اسماعیل د نامعلومو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا سویلي وزیرستان په برمل تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام ګوند اړوند دیني عالم مولانا محمد اسماعیل د نامعلومو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.

په افغانستان کې د زدهکړو بوخت شاوخوا ۹۱۳ پاکستاني محصلینو په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم له لارې دې ورته د ستنېدو لپاره ژر تر ژره اسانتیاوې برابرې کړي.

د تاجیکستان د ټرانسپورټ وزارت اعلان کړی چې د تاجیکستان، ایران او افغانستان د نوي ټرانزیټي دهلېز لومړنی ازمایښتي سفر به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي.

د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې استازي ایوان تونکیخ ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوسپنې پټلۍ د شبکې د پراختیا په اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نیمروز ولایت په دښتو کې د ناقانونه کډوالۍ پر مهال د ۱۹ افغانانو پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا یې یوه ستره انساني غمیزه بللې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تیره ورځ ۴۱۳ کډوالۍ کورنۍ چې شمیر یې ۲۱۸۳ تنه و له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې کړل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د ۳۷ ځوانانو کورنۍ وايي، خپل عزیزان یې د کار او ښه راتلونکي په هیله د لیبیا له لارې اروپا ته تللي، خو له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې هېڅ درک نشته او له پاکستاني حکومته غواړي چې د هغوی د موندلو لپاره بېړنۍ ډیپلوماټیکه مداخله وکړي.

بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، د مزارشریف–حیرتان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان څانګې، د مور د شیدو د نړیوالې اوونۍ په مناسبت ویلي، د مور شیدې د ماشومانو د سالمې ودې، پیاوړي معافیت او ښه پرمختګ لپاره مهم رول لري او له کورنیو او ټولنو یې غوښتي چې د افغان میندو د شیدو ورکولو له حق څخه ملاتړ وکړي.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په درېیو کرنیزو مرکزونو کې د اروپایي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ بزګرانو ته د ۳،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۹ قلمه بېلابېل کرنیز ماشینونه او وسایل وېشل شوي دي.

په پاکستان کې له نږدې پنځو لسیزو راهیسې مېشت افغان کډوال وایي، د جبري ستنېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له پاکستاني حکومت غواړي چې د خپلو سوداګریزو او کورنیو چارو د تنظیم لپاره ورته پوره وخت ورکړي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو د ګزمې پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا سویلي وزیرستان ولسوالۍ ادارې د خراب امنیتي وضعیت او احتمالي وسلهوالو ګواښونو له امله ګرځبندیز او یو لړ نور امنیتي محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د صنعت او کانونو خونه وایي، له هرات ولایت څخه د قیمتي او معدني ډبرو صادرات د اروپا، امریکا او د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو ته پراخ شوي دي.

د طالبانو تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له ازبکستان سره یې د برېښنا په برخه کې د تخنیکي معیارونو د پلي کولو، د لابراتوارونو د معیاري کولو او د خپلو کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له پیلېدو مخکې یې امنیتي تدابیر بشپړ کړي، ځکه د دغو سیالیو پر مهال د اعتراضونو د ترسره کېدو احتمال شته.

رویټرز راپور ورکړی چې «اوپنایای شرکت» د یوې هک کېدو پېښې د څېړنې پر مهال موندلې چې د مصنوعي ځیرکتیا ځینو خپلواکو پروګرامونو په نورو مواردو کې هم له ټاکل شوي محدود چاپېریال څخه د وتلو هڅه کړې ده.

د پاکستان پولیس وايي، په لاهور کې د یوې امریکايي ښځې او د هغې د درېیو ماشومانو د مړینې قضیه یې حل کړې او ادعا کوي چې ښځې خپلو ماشومانو ته زهر ورکړي او وروسته یې خپله هم زهر خوړلي وو.

د بشري حقونو بنسټ (ایچ ار ایف) وايي، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د سولهییزو او بېوسلې اعتراض کوونکو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو د زور کارولو په پایله کې په دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د ایران د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم مشر، ډاکټر مصطفی ضیایي، ویلي چې سږ کال به د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د څه باندې دوه میلیونه ټنه سوداګریزو توکو د لېږد هدف عملي کړي.

شمالي کوریا وايي، د ناټو د پوځي سونتوکو د اسانتیاوو پراخول ښيي چې دغه ایتلاف د جګړې لپاره تیاری نیسي او خپل پوځي فعالیتونه زیاتوي.