
فضل احمد معنوي: د نجونو پر زدهکړو بندیز یو ښکاره ظلم او د انسانیت پر وړاندې جرم دی
د تېر جمهوري نظام پرمهال د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وایي، د نجونو پر زدهکړو بندیز «ښکاره ظلم او د انسانیت پر وړاندې جرم» دی. د هغه په وینا؛ د داسې ظلم په وړاندې چوپتیا یوه لویه ګناه او د «شرعي او انساني مکلفیتونو» څخه سرغړونه ده.



















