
روان کال؛ له هرات نه جرمني ته تر ۱۰زره متره مربع ډېرې غالۍ صادرې شوې
په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې له هرات نه جرمني ته تر ۱۰ زره متره مربع ډېرې لاسي اوبدل شوې غالۍ چې ټولیز ارزښت یې ۱۰۳زره امریکایي ډالرو ته رسېږي؛ صادرې شوې دي.



















