
طالبانو په غزني، کابل، فراه او کندوز کې لسګونه سوداکریز مارکېټونه د «احتکار» له امله وتړل
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند ټولو ته خبرداری ورکړی، چې په خپلسر د بیو له لوړېدو او احتکار ډډه وکړي؛ کنه له سخت قانوني چلند سره به مخ شي. سیف الاسلام خېبر ویلي، چې په غزني، کابل، فراه او کندوز کې یې په لسګونه سوداکریز مارکېټونه تړلي دي.



















