
امیر خان متقي د اقتصادي همکاریو سازمان په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې له افغانستان سره د روغتیايي هڅو د پیاوړتیا په موخه یې ۷۳ ټنه درمل، واکسینونه او نور اړین طبي توکي کابل ته ولېږدول.

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمر په مسکو کې د روسیې د کرنې له وزیرې اوکسانا لوټ سره کتلي او دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

په پلازمېنه دوشنبه کې د چین سفارت منلې چې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د یوه وسله وال برید له امله درې چینایي وګړي وژل شوي دي. سفارت زیاته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ د جنوب لویدیځ ولایت ختلون په برید کې یو چینایي وګړی هم ټپي شوې دی.

ازادۍ جبهې په امریکا او تاجکستان کې شوي وروستي تروریستي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته هېواد د ترهګرۍ او افراطیت د صادرولو په مرکز بدل شوی دی چې له افغانستان څخه د افراطیت او ترهګرۍ د خپریدو په اړه یې جدي اندیښنې راپورته کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې اسراییلي ځواکونو دوه فلسطینیان ووژل. خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې دغه دوه کسان تسلیم شوي وو او وسلې یې نه لرلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جمعه د (لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه غندلې ده. دغه وزارت وايي، د پېښې د عواملو موندلو په موخه له تاجکستان سره د معلوماتو تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.

په سریلانکا کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۵۶ کسان مړه او تر ۶۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي دي. ځایي چارواکي وایي، چې د دغه سېلابونو له امله ګڼ دولتي دفترونه او ښوونځي هم تړل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي؛ امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه دروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بېرته رغولو» لپاره اخلي.

فرانسې، برېټانیا، جرمني او اېټالیا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په لوېدیځه غاړه کې یې د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې د اسراییلي ورانکارو لهخوا د بریدونو زیاتوالی په کلکه غندلی او په سیمه کې یې د ثبات غوښتنه کړې.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په تازه اعلامیه کې د واشنګټن وروستی برید غندلی او له امریکایي چارواکو یې غوښتي، چې د دغه افغان بریدګر له امله دې اوس ټول افغانان نه په نښه کوي. یاد سازمان له امریکا غوښتي، چې د پېښې په تړاو بشپړه، خپلواکه او روښانه څېړنه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) خبر ورکړی، تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۱۷۴ کورنۍ چې ټولټال ۶۰۵۹ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۸۴ کسان مړه، ۹۵ ټپیان او ۶۵ نور تري تم دي. د دغه سېلابونو له امله په ګڼو سیمو کې ترانسپورتي چارې ګډوډې شوې او دارنګه برېښنا او مخابراتي خدمتونه هم پرې شوي دي.

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح د واشنګټن په وروستي برید خواشیني څرګنده کړې او د امریکا له حکومت نه یې غوښتنه کړې، چې طالبانو ته هره اونۍ استول کېدونکې د مېلیونونه ډالرو نغدي کڅوړې دې په سملاسي توګه بندې کړي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن د شمال–سویل ټرانسپورټي دهلېز په درېیم نړۍوال فورم کې ګډون کړی. ښاغلي حسن په دغه ناسته کې د وینا پرمهال ویلي، چې «د شمال–سویل دهلېز نښلول د لاجورد لارې او د شپږو هېوادونو له ځمکني دهلېز سره، د اوراسیا د مهم اقتصادي بدلون لامل ګرځي.»

په اسلاماباد کې د طالبانو د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف جمعه د (لېندۍ ۷مه) ویلي، چې د تاجکستان په خاوره کې د چینایي شرکت کارکوونکي پاکستاني ډرون الوتکو وېشتلي دي. هغه وایي، اسلاماباد په دې کار سره غواړي چې د چین، تاجکستان او طالبانو ترمنځ بېباوري رامنځته کړي.

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر منلې، چې دغه ټولنې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د طالبانو له ادارې سره خبرې اترې کړې دي. مګنوس برنر له یورو نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د کډوالو د ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې مهمې دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو د خپل زنداني مشر عمران خان د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او د شهباز شریف پر حکومت یې فشارونه ډېر کړي دي. د دغه پخواني لومړي وزیر د ګوند او کورنۍ غړي هغه سره د ملاقات لپاره اډیاله زندان ته هم نه ور پرېښودل کېږي.

د افغانستان د ازاده سیالیو لوبغاړی صفيالله حسیني په سویډن کې د سوپریر چلېنج سیالیو په ۲۹م پړاو کې د سویډني لوبغاړي بنیامین حاجیان پر وړاندې لوبه لري. دغه لوبه به سبا (د لېندۍ ۸مه) د ۶۱ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو خبر ورکړی، چې روان کال په پښتونخوا کې د پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۹۵۵ وسلهوال وژل شوي دي. په دې تړاو په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو پرمهال له وسلهوالو ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د ایران د خراسان رضوي والي هرات ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي، د دوغارون ازاده اقتصادي سيمه د ايران او افغانستان د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره «بېساري فرصتونه» لري او ټينګار يې وکړ چې دغه بندر کولای شي د دواړو هېوادونو سوداګري د ويزې له اړتیا پرته اسانه کړي.