
په برېتانیا کې یو افغان پناهغوښتونکی پر ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو
یو افغان پناهغوښتونکی په برېتانیا کې پر یوې ۱۲کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو. ۲۳ کلن احمد ملاخېل تېر کال د جولای میاشت کې د برېتانیا په مرکزي ښار نونېټن کې د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشومې پر دوه ځله جنسي تېري د واروېک کراون محکمې له محاکمې وروسته مجرم وبلل شو.



















