
خواجه اصف: د ترکیې او قطر د وړاندیز په صورت کې به له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړو
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي، که ترکيه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، اسلاماباد چمتو دی له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ بېرته پیل کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي، که ترکيه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، اسلاماباد چمتو دی له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ بېرته پیل کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې لا هم شاوخوا دوه میلیارده کسان د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي. د هغه په وینا، د هوا د تودوخې د زیاتوالي سره به دا وضعیت نور هم خراب شي او ناروغۍ، مړینې او بېځایه کېدل به ډېر شي.

د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې سرې کلا سیاحتي سیمې ته نږدې تر یوې چاودنې وروسته امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د ګڼې ګوڼي له سیمو، سرې کلا او چاندنې چوک څخه لرې واوسي. سفارت غوښتې، چې په په سیاحتي سیمو کې د ګرځېدو پرمهال خپل شاوخوا وڅاري.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشر بایف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان د زلزلهځپلو لپاره بشري مرستې واستوي.

د افغانستان د مویتای ټیم له دوو ورزشکارانو، یوه روزونکي او یوه ناظر سره د اسلامي هېوادونو د لوبو په شپږم پړاو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ملا هدایتالله بدري د غزني د زرکشانو د پولي میتال کان د اکشتاف، کېندنې او پروسس قرارداد له خېبر حسن شرکت سره لاسلیک کړ. طالبانو زیاته کړې، چې دغه کان ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له استازو سره د لیدنې پر مهال وویل، هر کله چې د پاکستان لوری په خبرو کې د ښه نیت څرګندونه وکړي او په خپلو غوښتنو کې معقولیت څرګنده کړي، دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع د حل لور ته لاړ شي.

په سعودي کې د افغانستان په سفارت کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې په دغه هېواد کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سفیر په توګه احمد جاوید مجدیدي غواړي خپل ماموریت پای ته ورسوي. سرچینې وايي چې دا مهال په سفارت کې له سفیر پرته بل هېڅ ډېپلوماټ نشته.

یو شمېر افغان سوداګرو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو لپاره حل لاره ومومي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان اوسني چارواکي د انګریزانو پر پله روان دي او له افغانستان نه د ډیورنډ کرښې منل او د اسلام اباد تر اغیز لاندې د افغان بهرنۍ پالیسۍ راوستل غواړي. هغه پاکستاني چارواکو ته د « جاهل» خطاب کړی، چې د دوستۍ په هنر نه پوهیږي.

د جرمني په بن ښار کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان جنرال کونسلګري بیا پرانیستل شوه. ددې کونسلګرۍ مسوولیت د طالبانو استازی پرمخ وړي، خو د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت وايي، کونسلګري جنرال کونسل نه لري او ټاکل شوی کس به یوازې هغه وخت کونسل وي، چې له دوی نه د کنسولري فعالیت اجازه واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پاکستان په مشرانو جرګه کې ددغه هېواد د ۲۷ قانوني ترمیم د تصویب په غبرګون کې ویلي، چې یو خوا پښتونخوا تر ټولو ناامنه ده او بل ددې ناامنیو بنسټګر پوځ ته د سیاسي او قانوني خوندیتوب ورکولو هڅې کیږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر کال د چابهار بندر له لارې د دوه میلیارده او ۶۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي. د یاد وزارت په وینا، د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان تولیدات د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو ته صادریږي.

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژلي دی. چاودنه سرې کلا سیاحتي سیمې ته نږدې په یوه موټر کې شوې، خو کره لامل یې لا څرګند نه دی. ټلویزیوني چینلونو راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

په روسیه کې د طالبانو سفارت وايي، چې په دغه هېواد کې ددې ډلې سفیر گل حسن حسن په مسکو کې د سعودی عربستان له نوي سفیر سامي محمد السدحان سره وکتل. په دې کتنه کې د طالبانو سفیر د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د رغنده دوه اړخیزو تعاملاتو پر پراختیا او پالنه ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هلمند ولایت کې یې د نږدې ۱۰۰ ټنه خوراکي توکو، درملو او بې کیفیته روغنیاتو د قاچاق مخه نیولې ده. یاد وزارت وايي، چې دغه توکي په ۴۷ موټرو کې هلمند ته وړل شوي وو.

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي له درې اونیز بند وروسته له زندان نه خوشې کېږي. ۷۰ کلن سارکوزي به د استیناف تر محکمې پورې تر سختو قضایي محدودیتونو لاندې وي او له فرانسې د وتلو اجازه نه لري.

د تايلنډ حکومت د سرحدي ګزمې پرمهال د ماین په چاودنه کې د خپلو دوو سرتېرو له ټپي کېدو وروسته له کمبوډیا سره د سولې تړون چارې ځنډولې دي. دغه تړون د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب شوی دی.

د طالبانو د چارو اداره وايي چې ددې ډلې د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې نهمه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د بې کیفیته توکو د مخنیوي لپاره د نفت او ګازو د لابراتوارونو اړوند دستګاوې وپېرل شي.

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په په لنډي کوتل کې یو شمیر سوداګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې تورخم لاره د سوداګرۍ او مساپرو پرمخ پرانیزي. سوداګرو وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله سوداګر او مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي۔

کرملین د دوشنبې په ورځ وویل چې هند ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر لپاره «فعال چمتووالی» روان دی او دوی ددغه سفر مهمو پایلو ته هیله من دي. مسکو د دغه سفر په ترڅ کې د ممکنه توافقنامو په اړه جزئیات نه دي ور کړي.