
طالبان وايي د ګرین ګارنټ ډبرې د پنجشېر ولایت د کانونو په نوملړ کې شاملې شوې
په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د زمردو او بیروجو ترڅنګ اوس د ګرین ګارنټ ګران بیه ډبرې هم د دغه ولایت د استخراجېدونکو کانونو په نوملړ کې شاملې شوې دي.

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د زمردو او بیروجو ترڅنګ اوس د ګرین ګارنټ ګران بیه ډبرې هم د دغه ولایت د استخراجېدونکو کانونو په نوملړ کې شاملې شوې دي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ویلي، افغانان او پښتانه د تاریخ په اوږدو کې د خپلې خاورې، خپلواکۍ او ملي هویت د ساتنې لپاره ولاړ پاتې شوي او هېڅکله یې خپله ازادي بل چا ته نهده سپارلې.

په هرات کې د ښځو د نیولو او د لاریون کوونکو د ځپلو په اړه د نړۍوالو غبرګونونو پر دوام د اسټرالیا د پارلمان استازي جولیان هېل په هرات کې د ښځو نیونه او له تاوتریخوالي سره د لاریون کوونکو ځپل د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل، چې هېواد یې د طالبانو دغه کړنې غندي.

په داسې حال کې چې افغانستان له لوږې، بېوزلۍ، طبیعي پېښو او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی، د خوړو نړۍوال پروګرام وایي د هېواد سلګونه زره ماشومان لاهم د بشري مرستو له لارې خپلې لومړنۍ خوراکي اړتیاوې پوره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ به د ۲۰۲۶کال د (ډسمبر په ۲۷مه) په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ په دغه لیګ کې به پنځه لوبډلې ګډون وکړي چې د کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار ولایتونو استازیتوب به کوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ د اویز په سیمه کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۳ کسان اوبو ته لوېدلي دي. د سرچینو په وینا؛ نهه کسان له اوبو څخه ژغورل شوي، خو څلور نور لا هم تري تم دي.

د امریکا د استازو جرګې غړې نانسي مېس په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې لپاره هر ډول هڅه «خطرناکه» ده. هغې د «ترهګرو دولتونو د رسمیت پېژندنې د مخنیوي» طرحې ته په اشارې وویل، چې طالبان باید هېڅکله د امریکا لهخوا په رسمیت ونهپېژندل شي.

د شېر علي ظريفي په نوم یوه کابل مېشتي ويلي، د پيسو د پور په اړه یې د طالبانو محکمې ته عريضه کړې، خو له دوه نیمو کلونو راهیسې یې د عريضې دوسيه نهده اورېدل شوې. هغه زیاتوي، په همدې تړاو یې د طالبانو سترې محکمې ته عريضه وکړه، خو ورته وويل شول: «خپل نوبت ته منتظر اوسئ».

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ (بلوڅ یووالي کمېټې) ویلي، چې د دې غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوچ او د هغې د ملګرو پر ضد په ثبت شویو قضیو کې رڼې او عادلانه څېړنې نه ترسره کېږي، نو له همدې امله ماهرنګ بلوچ او ملګرو یې په زندان کې دننه اعتراضي پرلت پیل کړی دی.

عیني شاهدانو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو محتسبانو د شنبې په مازدیګر د هرات ښار له بېلابېلو سیمو لږ تر لږه ۱۰ نورې ښځې نیولي دي. دوی وایي، دغو ښځو لوی هراتي پړوني او مخ پټي حجابونه هم اغوستي وو.

په هسپانیا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په مادرید کې د دغه هېواد د ملي ټلویزیون مخې ته پرانېستې غونډه کړې او له معترضو هراتۍ ښځو سره یې خپل پیوستون اعلان کړی دی. لاریونوالو د اروپا په پارلمان کې د طالبانو د ګډون د بلنې لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د سولې او ازادۍ غورځنګ په هرات کې د ښځو او نجونو پر سولهییز لاریون د طالبانو وسلهوال برید «جنایت» بللی دی. د دغه غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د ښځو مدني اعتراضونه په تاوتریخوالي بدل کړي او د ځپلو لپاره یې له وسلو څخه کار اخیستی دی.

د هراتۍ ښځو له ځپلو سره هممهاله د طالبانو د رييسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ارګ کې د هرات له والي نور احمد اسلامجار سره په کتنه کې د هغه کړنې ستایلي. دا ستاینه داسې مهال ده، چې د اسلام جار په مشرۍ هرات کې ښځې د بې حجابۍ په تور نیول شوي او اعتراضونه هم ځپل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان سره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار له غځولو او د امنیتي زیربناوو له پیاوړتیا دفاع وکړه. هغه د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په ملي اسمبلۍ کې وويل، چې د پولې (کرښې) د ثبات لپاره شوي لګښتونه د پاکستان د اتباعو د ژوند خوندیتوب لپاره اړین دي.

د کابل- کندهار د لویې لارې په مسیر کې د غزني د مرکز اړوند روضې کوتل سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.د ځايي طالب مسوولینو په وینا، دغه پېښه نن شپه (شبنه د غبرګولي ۲۳مه) شاوخوا ۱۰ بجې رامنځته شوې ده.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بېکدلي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له سرپرست محمد رفیع عظیمي سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. دواړو لورو له شته فرصتونو او ظرفیتونو څخه د ګډو ګټو لپاره پر اغېزناکې استفادې ټینګار کړی دی.

اېمل ولي خان ويلي، که د خيبرپښتونخوا او مرکز حکومتونه د پښتونخوا د بودجې کمولو لپاره پر یوه مېز کېناستلی شي، نو بیا د ترهګرۍ د لهمنځه وړلو او د سولې ټینګښت لپاره د ګډې تګلارې له جوړولو ولې ډډه کېږي؟ دا چلند روښانه کوي، چې دواړه حکومتونه د ترهګرۍ د لهمنځه وړلو په اړه جدي نهدي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې له کوربه هند څخه د اوو وېکټو په توپیر ماتې وخوړه. دغه لوبه نن د هند په درمسالا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د باران له امله د «ډياېلایس» سیستم له مخې ۲۵ اورونو ته راکمه شوې وه.

د افغانستان پېژندل شوي سندر غاړي فرهاد دریا د جرمني په هامبورګ ښار کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریون کې ګډون وکړ او له هغوی سره یې خپل پیوستون اعلان کړ. دریا په دې اعتراض کې وویل، چې افغان ښځې په ازاده فضا کې د زده کړو، کار او ژوند حق لري.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ پر ضد د پوليسو څانګې (سيټيډي) ادعا کړې، چې له استخباراتي ادارې سره یې په ګډو عملیاتو کې یو مشکوک کس نيولی دی. د پوليسو په وینا، دغه کس به تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ته په ډرون بریدونو کې د کارولو لپاره د ډرون ټکنالوژي او نور مواد لېږل.

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو پر وړاندې پر شته منفي او «ظالمانه ذهنیت» سخته نیوکه کړې او دا وضعیت یې د ټولنې لپاره یو لوی «اخلاقي انحطاط» او «ناسور» بللی دی. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په هرات کې یو شمېر ښځې پر بېحجابۍ تورنې کړې دي.