
سږ کال په خیبر پښتونخوا کې وسله والو تر دې دمه ۱۰۰ ډرون بریدونه کړي
په خیبر پښتونخوا کې په تېرو ۱۸ میاشتو کې وسله والو ډلو پر پاکستاني ځواکونو ۱۸۲ ډرون بریدونه کړي، چې یوازې ۱۰۰ بریدونه پکې په تېرو پنځو میاشتو کې شوي دي. ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تر ټولو ډېر بریدونه په شمالي وزیرستان او بنو ولسوالیو کې شوي دي.



















