
د اسلاماباد یوې محکمې د سهیل اپریدي د نیولو حکم صادر کړی دی
د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر، سهیل اپريدي، د نیولو حکم صادر کړی دی.

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر، سهیل اپريدي، د نیولو حکم صادر کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر وایي چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه د بنسټیز بدلون له پړاو تېرېږي او د جګړې بڼه د ټکنالوژۍ د چټکو پرمختګونو له امله په اساسي ډول بدله شوې ده.

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په کابل ولایت کې یې د نشهیي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۸کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو د جزایي اصولنامې په اړه غبرګون ښودلی. هغې ویلي، چې دغه سند د جنسیتي توپیر او د ښځو او نجونو غلامي په رسمیت پېژني. هغې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د منلو وړ نهدي.

په دایکنډي کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د پیازو د ساتنې ۵۵ سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد ریاست په وینا؛ د دغه پروژې لګښت ۷۰۶زره او ۹۵ ډالرو ته رسېږي، چې موخه یې د پیازو له ضایعاتو مخنیوی بلل شوی دی.

په جنېوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، چې د ۲۱مې پېړۍ افغانستان د یوه نوي، پرمختللي او پراخ بنسټه ملي روایت او تصور ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی، چې دغه نوی ملي تصور باید مدني، ولسي، څو اړخیزه او د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ وي.

د عمرانخان د روغتیا په اړه له اندېښنو سره هممهاله د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلاماباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي د خان روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، چې هند له افغانستان سره تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې ده. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د سرطاني ناروغیو لپاره د یوه ځانګړي روغتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.

امریکا ته د افغان کډوالو پر سفر بندیز او د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې ګواښ له امله په دوحه کې د امریکا په السایلیه پوځي اډه کې سلګونه بندپاتې افغان پناهغوښتونکي له وېرې سره مخ دي. د ایران، اسراییل او امریکا د جکړې پرمهال هم د توغندیو ځینې پرزې په دغه پنډغالي لګېدلې وې.

د طالبانو امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کوډګر یې په کابل، بغلان، پروان، بلخ، زابل، غور او غزني ولایتونو کې نیولي دي.

په هرات کې د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی، تېره اونۍ یې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۷۸۰ کسان نیولي چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د افغانستان له پولې ایران ته داخل شي. د یادې قول اردو په وینا؛ نیول شوي کسان یې اړونده ادارو ته سپارلي دي.

په هند کې د «نیپا ویروس» د خپرېدو له راپورونو وروسته د پاکستان د روغتیا چارواکو په دغه هېواد کې د بېړني حالت خبرداری ورکړی. د پاکستان د روغتیا وزارت په وینا؛ دا مهال په پاکستان کې د نیپا ویروس کومه مثبته پېښه نهده ثبت شوې؛ خو د احتیاطي تدابیرو په توګه جدي اقدامات پیل شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیر دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند غوچکو سيمه کې تېره شپه ناوخته د يوه کور د نړېدو په پېښه کې يوه مور او شپږ ماشومان يې مړه او پلار يې ټپي شوی دی.

د بشري حقونو، رسنیو او مدني ټولنې یوې ډلې په یوې ګډه مقاله کې چې د پولیټیکو په اروپایي ګڼه خپره شوې، خبرداری ورکړی چې اروپایي ټولنه نور نهشي کولی په ایران کې د اعتراضونو د ځپلو په وړاندې د ډیپلوماټیکو تشریفاتو تر شا ځان پټ کړي او باید سملاسي او پرېکنده اقدام وکړي.

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې لندن د ودې او امنیت پیاوړتیا لپاره له بیجېنګ سره د پراخو اړیکو د جوړولو هڅه کوي. ښاغلی سټارمر په تېرو اتو کلونو کې د برېتانیا لومړنی لومړی وزیر دی، چې بیجېنګ ته سفر کوي.

په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو په نوم یو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو «جزايي اصولنامه» د بشري حقونو سیستماتیک نقض، د بېعدالتۍ او ښځو پر وړاندې د تبعیض څرګند سند بللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۲۹۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې چې خپلو مېنو ته د ستنېدو پرمهال ورسره مرستې هم شوې دي. دغه کورنۍ د ننګرهار، کندهار، هرات، هلمند او نیمروز له لارو ستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۵۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د امریکا د سرشمېرنې ادارې اعلان کړی، چې نږدې درې مېلیونه ناقانونه کډوال په یوه کال کې له امریکا اېستل شوي دي. دغه شمېرې ښيي، چې د امریکا د نفوس وده په تېرو ۱۲ میاشتو کې په څرګند ډول کمه شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه د سکاټلنډ او وېسټ انډيز پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې لري. دغه لوبې به د راتلونکې دوشنبې او چهارشنبې په ورځو ترسره شي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د وریجو ۴۴۷زره مټریک ټُنه حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه حاصلات د بېلابېلو ولایتونو له ۱۳۵زره هکټاره ځمکې ترلاسه شوي دي.