
امریکا تېر کال ۳مېلیونه کډوال له دغه هېواده اېستلي دي
د امریکا د سرشمېرنې ادارې اعلان کړی، چې نږدې درې مېلیونه ناقانونه کډوال په یوه کال کې له امریکا اېستل شوي دي. دغه شمېرې ښيي، چې د امریکا د نفوس وده په تېرو ۱۲ میاشتو کې په څرګند ډول کمه شوې ده.

د امریکا د سرشمېرنې ادارې اعلان کړی، چې نږدې درې مېلیونه ناقانونه کډوال په یوه کال کې له امریکا اېستل شوي دي. دغه شمېرې ښيي، چې د امریکا د نفوس وده په تېرو ۱۲ میاشتو کې په څرګند ډول کمه شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه د سکاټلنډ او وېسټ انډيز پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې لري. دغه لوبې به د راتلونکې دوشنبې او چهارشنبې په ورځو ترسره شي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د وریجو ۴۴۷زره مټریک ټُنه حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه حاصلات د بېلابېلو ولایتونو له ۱۳۵زره هکټاره ځمکې ترلاسه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت مشر عبدالحق همکار وايي، د برېښنایي تجهیزاتو تولیدونکې ترکي کمپنۍ له مشر ګونای ګسای سره یې د اوبو برېښنا په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو ترمیم او عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا نويو سیسټمونو نصب په اړه خبرې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا په تېرا کې د ناسم امنیتي وضعیت له امله په زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي. ځایي چارواکي وايي، په تېرو ۲۰ ورځو کې ۱۴زره بېځایه شوې کورنۍ له دوی سره ثبت شوې چې ۱۰زره یې خوندي سیمو ته لېږدول شوې دي.

سياېناېن راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو د تولید د مخنیوي په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ د لومړنیو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته پر ایران د لوی او پراخه برید په اړه غور کوي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې مسوولین وایي، چې افغان او ترکي سوداګر په کور دننه د سړو خونو د تجهیز او نورو تولیدي برخو کې د ۱۵ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. دوی وایي، دغه پانګونه د کروندګرو او کورني محصلاتو د خوندیتوب په برخه کې مهمه ده.

د کولمبیا دولتي هوايي شرکت ساتینا خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د یوې الوتکې پرېوتو له امله د یوه دولتي چارواکي په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د اروپا د پارلمان مشرې روبرټا متسولا پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «اروپا دا اوونۍ یو تاریخي فرصت او اخلاقي دنده لري چې بالاخره سپاه پاسداران د یو ترهګر سازمان په توګه وپېژني. دا اقدام یوازې سمبولیک نه دی، بلکې ریښتینی ارزښت لري».

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې او ویډیو په خپرولو سره د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړۍوال جام سیالیو لپاره د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې رسمي جامې نندارې ته وړاندې کړې. یادې ادارې ویلي، چې د دې جامو ډیزاین د افغانستان ښکلاوې منعکسوي او د ټولنې له رنګونو څخه الهام اخیستل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي پر ایراني حکومت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې یاد هېواد د خپلو خلکو د سوکالۍ پر ځای خپله شتمني د نیابتي ډلو پر ملاتړ لګوي.

د پولیټیکو د نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د ډونالډ ټرمپ د رایهورکوونکو بنسټ چې د «ماګا» یا «امریکا بېرته ستره کړو» په نوم پېژندل کېږي او تر دې دمه یې له بهرنیو جګړو سره د امریکا د ښکېلتیا مخالفت کاوه، اوس په زیاتېدونکي ډول د ایران په ګډون پر نورو هېوادونو د پوځي بریدونو ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ګواکې «د ایران پر لور به بله سمندري بېړۍ هم ولېږي»، ویلي دي، چې اسلامي جمهوریت د خپل ځان د دفاع بشپړ چمتووالی لري. هغه وایي، د ایران پوځي ځواکونه «ګوته پر ماشه ولاړ دي».

د جرمني لومړي وزیر فرېدرېش مېرڅ د ایراني معترضانو د خونړیو ځپنو په غبرګون ویلي، هغه رژیم چې یوازې د «څرګند تاوتریخوالي او د وېرې د فضا په رامنځته کولو» سره په هېواد کې واک چلولی شي، د خپل حاکمیت وروستیو ورځو ته رسېدلی دی.

د اسلاماباد یوې محکمې پر دولتي ادارو د بېبنسټه تورونو لګولو په قضیه کې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي د نه حاضرېدو له امله د هغه د نیولو امر صادر کړی دی.

د امریکا لوی شرکت امازون اعلان کړی، چې د لګښتونو د راکمولو او د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې د پانګونې د چټکتیا په موخه غواړي ټوله نړۍ کې ۱۶ زره دندې لهمنځه یوسي. دغه برېښنايي سوداګریز شرکت تر دې مخکې هم ویلي وو، چې راتلونکو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا به د دندو د کمېدو لامل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره «سیګار» به تر راتلونکو دوو ورځو پورې په رسمي ډول وتړل شي. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له ۱۷ کلونو فعالیت وروسته به د جنورۍ میاشتې په پای کې خپل کار پای ته ورسوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې پاریس په اروپايي ټولنه کې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران له شاملولو ملاتړ کوي او د پنجشنبې په ورځ به په بروکسل کې د هغو کسانو پر وړاندې بندیزونه تصویب شي، چې په ایران کې یې د اعتراضونو په ځپلو کې لاس درلود.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، اوس چې طالبانو د خپلې جزایي "اصولنامې" خلاف څرګندونې د شریعت پر ضد اعتراض بللی، جلاوطنه دیني عالمان باید دغه دریځ وننګوي.

د منځني ختیځ د سولې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي رامیز الاکباروف د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د غزې نږدې ټول وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په لوېدیځه غاړه کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي پاڼې لیکلي، د ایران حکومت د اقتصاد په ویجاړولو سره د ایران خلک د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راوستي او دا وضعیت د اعتراضونو یو له اصلي لاملونو څخه دی.